د ایران اسلامي انقلاب د نړیوال نظم په بدلون کښې مهم رول لري
(last modified Thu, 01 Jun 2023 22:51:14 GMT )
Jun 02, 2023 03:21 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي انقلاب د نړیوال نظم په بدلون کښې مهم رول لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خميني رحمت الله علیه د رحلت د څلوردیرشمې کلیزې په مناسبت په «راولپنډۍ » کښې د ایران د خانه فرهنګ په کوربه توب په اوسنۍ نړۍ کښې د امام خمیني رحمت الله علیه د عمل او د تفکر د اغیز په نوم غونډه د پاکستان او د ایراني شخصیتونو په ګډون سره ترسره شوه.

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې څوارلسمه یعني د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون د میاشتې څلورمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت له کلیزې سره سمون خوري.

په پاکستان کښې د ایران د سفارت مرستیال نبي شیرازي ، د ایران د خانه فرهنګ مشر فرامرز رحمان زاد ، د اهل حرم جماعت مشر مفتي ګلزار احمد نعیمي او د پاکستان ځینو نورو سیاسي او دیني شخصیتونو په خپلو ویناو کښې په اسلامي امت کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تفکرونو د اغیز او  د  هغه حضرت  د رول او مقام او دغه راز د هغه د شخصیت ځینې اړخونه او ځانګړتیاوې بیان کړې او د امام خمیني  یاد او خاطره یې ولمانځله.

پاکستان کښې د ایران د سفارت مرستیال نبي شیرازي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني رح ښکاره شخصیت د یوه ښکاره اسلامي متفکر په توګه تل د نړۍ ازاد فکره خلکو ته الهام بخښونکی و او دی او د هغه له برکت څخه د ډک عمر د کلونو کلونو سترې بریاوې اوس هم دوام لري.

په دغه غونډې کښې د پاکستان ځینو مهمو شخصیتونو هم وویل امام خمیني رحمت الله علیه په خدای باندې ایمان او په اخلاص سره د نړیوال استکبار د ټولو ګواښونو او دسیسو په مقابل کښې ودریده او مقاومت یې وکړ او د نړۍ د عدالت لټونکو او د ازادي غواړو په زړونو او په سیمه کښې یې ستر سنګرونه فتح کړل.

 

ټیګونه