د غبرګولي د پینځلسمې نېټې پاڅون د ایران د ملت د ستر اسلامي غورځنګ پیلامه و
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د دوشنبې ورځ د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې ۱۵ او د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون د میاشتې ۵ نیټه ده چې په ۱۳۴۲ هجري لمریز کال یعني په ۱۹۶۳ میلادي کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د تاریخي پاڅون له کلیزې سره سمون خوري.
د ۱۳۴۲هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې د پینځلسمې نیټې پاڅون د ایران د اسلامی انقلاب په تاریخ کښې د بدلون پیچومی او د ایران د ملت د اسلامي غورځنګ پیلامه دی.
د ایران د پهلوي رژیم عواملو د ۱۳۴۲ هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۱۵ نیټه په یوې ترخې پیښې کښې د تهران ولایت په جنوب کښې د قم ولایت په فیضیه مدرسې کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه له وینا وروسته په دغه سپیڅلي ښار کښې د امام خمیني رح په کور باندې تیري سره هغه ونیوه.
امام خمیني رح د حسیني عاشورا په ورځ د قم په فیضیه مدرسې کښې په یوې غاښ ماتونکي وینا کښې له اسرائیلو رژیم سره د ایران د باچا له اړیکو او د پهلوي رژیم له جنایتونو پرده پورته کړه.
د ایران د بیلابیلو ښارونو خلکو د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه نیول کیدا ته په غبرګون کښې د باچا رژیم پرضد پراخې مظاهرې وکړې.
د دغو مظاهرو په وخت د ایران د پهلوي رژیم د امنیتي ادارې ځپونکو ځواکونو د قم د فیضیه مدرسې په شمول په ځینو ځایونو باندې بریدونو سره ګڼ شمیر کسان شهیدان او ژوبل کړل او یوشمیر کسان یې ونیول.
د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه غورځنګ له ۱۹۶۳ میلادي کال څخه پیل شوی او په ۱۹۷۹ میلادي کال کښې د ایران اسلامي انقلاب بریالی شو او په یقین سره د غبرګولي د میاشتې ۱۵ نیټې پاڅون د دغه اسلامي غورځنګ په بریالیتوب کښې ځلانده او د نا انکار وړ رول ولوبوه.