د دښمانانو په مقابل کښې د مقاومت په ضرورت د اسلامي انقلاب د ستر لارښو بیا ټینګار:-
(last modified Mon, 05 Jun 2023 01:09:00 GMT )
Jun 05, 2023 05:39 Asia/Kabul
  • د دښمانانو په مقابل کښې د مقاومت په ضرورت د اسلامي انقلاب د ستر لارښو بیا ټینګار:-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت په څلوردیرشمو مراسمو کښې چې پرون په یکشنبې ورځ په پلازمینې تهران کښې د خلکو او د حکومتي چارواکو په پرتمینه ګډون سره وشول یوځل بیا د استکبار د دښمنۍ په مقابل کښې د مقاومت په اړتیا ټینګار وکړ.

حضرت ایت الله خامنه اي پرون د خپلې وینا په یوې برخې کښې دغه واقعیت ته په اشارې سره چې د ځینو کسانو د غلط خیال په اپوټه د ایران له ملت سره د نړیوال صهونیزم او د استکبار دښمنیانې د شاتګ کولو په خاطر پیکه کیږي یا ختمیږي نه وویل په ډیرو موردونو کښې زمونږ شاتګونه سبب شول چې دښمنان مخ ته راشي او هغوې  نور تیري کونکي شول؛ ځکه چې د هغوې اصلي هدف له اسلامي انقلاب څخه مخکې پړاو یعني د اړوندوالي او د بې هویتۍ پړاو ته د ایران ورستنول دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي په دې زمینه کښې زیاته کړه په تیرو څو لسیزو کښې په ځینو حکومتونو کښې کسان شاتګ کولو او امتیاز ورکولو ته قانع وو خو په یوه حکومت کښې هماغه هیواد چې په مقابل کښې شاتګ کړی و  زمونږ له ولسمشر څخه د پلټڼې کولو حکم ورکړ  او هغه یې غیابي محکمې ته کاږلی و او یا په بل حکومت کښې چې له بده مرغه له امریکا سره مرسته هم شوي وه هغوې ایران د شرارت چورلیز ونوموه.

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي دغه څرګندونې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په شمول د دښمانانو د سیاسي د اقتصادي او د تبلیغاتي دباونو د دوام ښودنه کوي چې د وسله والو پرمختګونو یا د سوله ئیزو اټومي فعالیتونو په شان په اختلافي موردونو کښې شاتګ کولو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د مجبورولو په هدف سره یې دوام لرلی دی.

حقیقت دا دی چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب په وروسته کلونو کښې دښمانانو د امریکا په مشرۍ سره له ټولو سیاسي ، اقتصادي او حتی پوځي اوزارو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت تر دباو لاندې د راوستلو لپاره استفاده کړي ده چې البته له اقتصادي مشکلاتو او تاوانونو رامینځته کولو سره سره د خلکو او د حکومت د مقاومت په دلیل هیڅکله په داخلي او په سیمه ئیز او نړیوال ډګر کښې د ایران د اصولي دریځونو د بدلیدا سبب نه دي شوي.

د خلکو په ذهنونو کښې د ایران د سیاسي او د اقتصادي شرایطو په هکله د تور او د ناخوښ  انځوړ وړاندې کول او د مدني نافرمانیو لپاره د زمینې جوړول او د بلواو او د ناامنیو رامینځته کول هم په هغو اقداماتو کښې شامل دي چې دښمانان یې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد په تبلیغاتي او رسندوي جنګونو کښې ترسره کوي او په دې زمینه کښې هم د ایران د خلکو او د چارواکو هوښیارۍ د دښمانانو د هدفونو د تحقق خنډ شوي ده.

په عین حال کښې په سیاسي ډګر کښې ایران تل د سلطې له نظام او دښمانانو سره د مخامخ کیدا په زمینه کښې دوې(۲) کلي لیدتوګې لرلي دي؛ یوه  لیدتوګي ادعا کوي چې د مقابل لوري د ځینو غوښتنو په منلو او له ځینو دریځونو په شاتګ کولو سره چیلنجونه کمولای او لګښتونه کمولای شو خو دوهمه لیدتوګي د دښمانانو او د هغوې د زیات غوښتنو په مقابل کښې د مقاومت کولو په دوام باندې اعتقاد لري؛ ځکه چې د تیرو  لسیزو تجربې په ښه ډول ښيي چې د دښمانانو اصلي هدف  له هرې ممکنې لارې د ایران د اسلامي انقلاب له ماتي سره مخامخ کول دي پر دې اساس په هر شاتګ کولو سره د دښمانانو لخوا نوي غوښتنې مطرح کیږي او په نتیجه کښې د تسلیمیدا لګښتونه به د مقاومت له دوام څخه په کراتو زیات وي.

د بیلګې په توګه له اتومي تړون سره د ایران له موافقت وروسته لویدیځو هیوادونو نورې پښې واچولې او دا ځل یې د نورو موردونو په تیره بیا د ایران د توغندیو او د تهران د سیمه ئیزو فعالیتونو په هکله د خبرو اترو د ضرورت خبره مطرح کړه ؛ البته د ایران د  اسلامي جمهوریت په تاریخ کښې د اته کلنې سپیڅلي دفاع د تجربې په شمول نورې تجربې هم شته چې ثابتوی له مقاومت کولو پرته د بدغواړو او د استکبار د زیات غوښتنو ، تمو او د زوروینې مخه نشو نیولای.

پر دې سربیره په علمي ، صنعتي ، اټومي ، فضايي او پوځي ډګرونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بریاوې او پرمختګونه چې ټول  د بایکاټ په شرایطو کښې لاس ته راغلي دي له دښمانانو سره په مخامخ کیدا کښې د ایران داخلي وسونو او ظرفیتونو ته د مثبتې کتنې د پایلو او د بریالیتوب او هم د خارجي دباونو او د اقداماتو په مقابل کښې د ایران د نه تسلیمیدا ښودنه کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي هم په همدې دلیل تل له هر ډول سازباز کولو سره مخالفت کړی او د دښمانانو په مقابل کښې یې د مقاومت پرضرورت ټینګار کړی دی؛ او هغه حضرت مقاومت د زوروینې او د تپنې  په مقابل کښې د هر شرف لرونکي او د پتیالي ملت طبیعي غبرګون بللی او وايي د یوه هیواد لپاره تر ټولو بد موقعیت دا دی چې چارواکي یې د دښمن له ګواښ او خبرداري څخه ویریږي ؛ که چیرې چارواکي ویریږي نو د دښمن د راتلو،  د هغه د تیري کولو او تعرض لاره یې خلاصه کړي ده. کار باید په عقل او په منطق او په حکمت سره باید ترسره کړو او په دې خبرې کښې هیڅ شک نشته، خو باید په زړورتیا سره یې ترسره کړو.

 

ټیګونه