د ایران پرمختللي  وسلې د دښمن وسلې او تجهیزات ناکاره کوي
(last modified Tue, 06 Jun 2023 10:22:26 GMT )
Jun 06, 2023 14:52 Asia/Kabul
  • د ایران پرمختللي  وسلې د دښمن وسلې او تجهیزات ناکاره کوي

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هودافضا ځواک قوماندان  د فتاح توغندي د مخ کتنې ددستورو په  څنډې کې ایران د پریس خبریال  ته ووئیل،د مونږ وسلې اوس د چورلیزهدف دی یعني ددښمن وسلې ناکاره کوي.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،سردار امیر علی حاجی زاده  ددغو دستورو په څنډې کې ووئيل، فتاح نومې توغندی  چې ددغې په ضد کوم توغندی نشته، هرځای چې وغواړي په شیشت کې ئې راوستلی شي، او مخه ئې هم څوک نشي نیولی چې دا چاره د هیواد لپاره ډاډمن  مخ  نیونکی قدرت رابرسیره کوي. سردار حاجی زاده  روښانه کړه ، ایران د فتاح نومې توغندي په تولید سره ډاډمنه او  امنیت څخه ډکه مخ نیونکی قدرت ترلاسه کړی دی ، دښمن  تر څوکلونو مخکې پورې  تل پر میز د ټاکنو د کیښودلو په خبرو سره ،د ایران اسلامی جمهوریت ګواښۀ، خو اوس دغه ټاکنې د تاریخ د ګند ټوکرئ ته غورځول شوي دي.

هغه زیاته کړه ، ترڅو کلونو مخکې پورې  له ګواښونو سره مو مقابله تعقیبوله، خو همدااوس داسې تجهیزات تولیدوو چې ګواښ  چورلیز نه دی  او هدف چورلیز دی او  د دښمن وسلې ئې ناکاره کړي دي.

د سپاه پاسدارانو دغه لوړپوړي قوماندان ټينګار وکړ، د فتاح توغندي په تولید سره  ددې په ځاي چې  په ایران کې د دښمن له کروز توغندي سره مقابله وکړو، او یا دا چې منتظر ووسو، په ایران کې د دښمن ایف -۲۲ او ایف -۳۵ډوله جنګي الوتکې راڅرګندې شي، هغه بیړه به چې کروز توغندي لري او هغه هوائي ډګر چې  دغه جنګي الوتکې پکې دیره دي په شیشت کې راولوو او تباه به ئې کړو.

سردار حاجی زاده  یادونه وکړه ، له مقدسې دفاع وروسته  کلونو راهسې  په ایران کې د توانمنیدا او سنبالتیا  او د مخه نیونکي قدرت د ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل شوې او  همدااوس مو داسې تجهیزات ترلاسه کړي دي چې  په ګوته شمیر هیوادونه ورڅخه برخمن دي.

Image Caption

 

له دې سریه په یووخت د سپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان سردار حسین سلامی هم  دایران پریس خبریال ته  ددغو دستورو په ترڅنګ په یولړخبرو کې ووئيل،  اوس  په مختلفو  برخو کې دډول ډول  سسټمونو پیاوړي کولو پوهې  او ټینکنالوجۍ ته رسیدلی یوو ، چې په هغو کې  همدغه له غږه تیز فتاح نومې توغندي  هم دی چې ددې جوګه دی ، د توغندوي ضددفاعي سسټمونوم له ډال  څخه تیر شي..  

 

ټیګونه