د ایران په  جنوب ختیځ کې  د ترهه ګرو یوه ډله له مینځه لاړه
(last modified Sat, 17 Jun 2023 01:42:59 GMT )
Jun 17, 2023 06:12 Asia/Kabul
  • د ایران په  جنوب ختیځ کې  د ترهه ګرو یوه ډله له مینځه لاړه

په دغو عملیاتو کې  له اشرارو سره اړونده شپږ  کسان نیول شوي او دهغوی له  منګولو  زیات شمیر وسله او نور مهمات  کشف او ضبط شوي دي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس غونډ مسئولانو ، د ایران په جنوب  ختیځ سیستان  او بلوچستان  کې  په  هامون عمومی سیمې کې  د یوه ترهه ګر ټیم  د له مینځه وړلو خبر ور کړ.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی ا نقلاب د سپاه  پاسدارانو د مځکني ځواک د قدس غونډ  عمومی اړیکودفتر  په یوې خبرتیا کې ووئيل،  پرون سهار د هامون ولسوالۍ په عمومی سیمې کې د وسلوالو اشرارو یوه ډله د سیمې له پولیسو او بسیجي ځواک سره ښکیل شوه چې  د قدس غونډ د مبارزانو په هوښیارتیا او ځیرتیا سره  له مینځه  لاړه.

په دغې خبرتیا کې وئیل شوي دي ،په دغو عملیاتو کې  دوه وسلوال اشرار هلاک شوي او  د اردشیر خطیبی په نامې سره یو بسیجي ځوان هم شهید شوی دی.

ددغې خبرتیا په اساس ،  په دغو عملیاتو کې  له اشرارو سره اړونده شپږ  کسان نیول شوي او دهغوی له  منګولو  زیات شمیر وسله او نور مهمات  کشف او ضبط شوي دي.

 

ټیګونه