په زاهدان کې د پولیسو په حوزې باندې ترهګریز برید
Jul 08, 2023 08:09 Asia/Kabul
څو تنه په وسلو سمبال ترهګرو نن سهار د سیستان او بلوچستان په مرکز زاهدان کې د اهل سنت د جامع جومات څېرمې ته د پولیسو په یوې حوزې برید کړي دي.
د تسنیم له راپور سره سم، نن سهار دوو ترهګرو د حوزې په خوله کې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده، خو حوزې ته په ننوتلو بریالي شوي نه دي.
ترهګرو له څو ساعتو نښتو څخه وروسته د پولیسو له لورې ووژل شول.
په یادو نښتو کې دوه تنه پولیس شهیدان شوي دي.
ټیګونه