په زاهدان کې د پولیسو په حوزې باندې ترهګریز برید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135450-په_زاهدان_کې_د_پولیسو_په_حوزې_باندې_ترهګریز_برید
څو تنه په وسلو سمبال ترهګرو نن سهار د سیستان او بلوچستان په مرکز زاهدان کې د اهل سنت د جامع جومات څېرمې ته د پولیسو په یوې حوزې برید کړي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jul 08, 2023 08:09 Asia/Kabul
  • په زاهدان کې د پولیسو په حوزې باندې ترهګریز برید

څو تنه په وسلو سمبال ترهګرو نن سهار د سیستان او بلوچستان په مرکز زاهدان کې د اهل سنت د جامع جومات څېرمې ته د پولیسو په یوې حوزې برید کړي دي.

د تسنیم له راپور سره سم، نن سهار دوو ترهګرو د حوزې په خوله کې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده، خو حوزې ته په ننوتلو بریالي شوي نه دي.

ترهګرو له څو ساعتو نښتو څخه وروسته د پولیسو له لورې ووژل شول.

په یادو نښتو کې دوه تنه پولیس شهیدان شوي دي.