د پاکستان چارواکي د نویو سرحدي بازارچو غوښتنه وکړه
(last modified Tue, 18 Jul 2023 00:15:01 GMT )
Jul 18, 2023 04:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان چارواکي د نویو سرحدي بازارچو غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د انرژۍ سلاکار وزیر محمد هاشم خان نوت زي د دوه اړخیزه ملګرتیاو په پراخولو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اهتمام په قدرونې سره د نویو سرحدي بازارچو د جوړولو پرضرورت ټینګار وکړ.

هغه د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د ایران له سرکنسول حسن درویش وند سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د نورو سرحدي بازارچو په جوړولو کښې د چټکتیا پرضرورت باندې ټینګار سره وویل ارتباطات او ټرانسپورټ د ایران او د پاکستان د اړیکو په پراخیدا کښې یو اساسي عامل دی نو ځکه خو باید د ریل او د سړک د ټرانسپورټ په پراخولو کښې ضروري  اقدامات ترسره شي.

محمد هاشم خان نوت زي دغه راز د پولان ـ ګبد تر پروژې لاندې پاکستان ته د ایران د بریښنا د صادراتو د زیاتیدا ، په پیشین ـ مند سیمه کښې د دواړو هیوادونو د لومړنۍ سرحدي بازارچې په رسمي ډول د پرانیستل کیدا ، له پاکستان سره د دوه اړخیزه ملګرتیاو په پیاوړتیا کښې د ایران د بندوبست کولو او د هغو خدماتو او اسانتیاو چې په کویټه کښې د ایران سرکنسولګرۍ یې  ایران ته د سفر لپاره د بلوچستان صوبې تاجرانو او ښاریزو ته وړاندې کوي قدرونه وکړه.

 

ټیګونه