دښمنان نشي کولای په تخریب او جاسوسۍ سره د دفاعي صنعت د پرمختګ مخه ونیسي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د ملت دښمنان په بندیزونو، ترهګرۍ، صنعتي تخریب، د دفاعي صنعت په زیربناو باندې په مستقیمو حملو او جاسوسۍ سره، د دغه هېواد د دفاعي صنعت د ودې مخه نه شي نیولی.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» نن (سه شنبه) د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په نمانځغونډه کې زیاته کړه: د دغه هیواد د دفاعی صنعت د ورځې په نمانځغونډه کښې زیاته کړه: د ځوانانو د پوهې په ملاتړ سره، د نړۍ ترټولو پرمختللي او مجهز دفاعي تجهيزات او وسلې په ايران کې جوړېږي او پوځونو ته به ورکړل شي.
قالیباف وویل: د ایران د ملت دښمنان نن په دې پوهېدلي چې د بندیزونو، ترور، صنعتي تخریب، د دفاعي صنعت په زیربناو باندې د مستقیمو حملو، جاسوسۍ او د قوي ارادې له لارې، د دغه هېواد د دفاعي صنعت د ودې مخه نشي نیولی او د هغو ځوانانو اراده چې په دفاعي صنعت کې کار کوي په دې اقداماتو سره به نه یوازې دا چې کمزوری نه شي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره به لا قوي کېږي.
نن د زمري میاشتې ۳۱مه (د اګست ۲۲مه) د ایران په اسلامي جمهوریت کې د «دفاعي صنعت ورځ» نومول شوې ده.
هغه څه چې نن ورځ د ایران د دفاعي صنعت د ودې او تحرک سبب شوي، بې له شکه د دغه هېواد د دفاعي صنعت د دوامدارو هڅو نتیجه ده.