د ایران مهاجر ۱۰ ډوله بې پایلوټه استثنايي ده
(last modified Wed, 23 Aug 2023 00:02:02 GMT )
Aug 23, 2023 04:32 Asia/Kabul
  • د ایران مهاجر ۱۰ ډوله بې پایلوټه استثنايي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني وویل د مهاجر لس په نوم استثنايي بې پایلوټه الوتکه په یوه ساعت کښې په دوه سوه کلومیټره مزل کولو سره تر دوه زره کلومیټرو پورې مزل کوي.

هغه د ایران د دفاعي او د پوځي تجهیزاتو د مخ کتنې په هکله وویل که چیرې په مهاجر لس ډوله ډيرې پرمختللي بې پایلوټه الوتکې باندې ریډاري او مخابراتي تجهیزات هم نصب شي نو د جاسوسۍ او د پيژندنې د الوتکې رول لوبولی شي.

پرون د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په شتون سره د مهاجر لس ډوله الوتکې مخ کتنه وشوه کومه چې په اوه زره میټره لوړوالي کښې څلرویشت ساعته الوت او تر دوو زرو  کلومیټرو پورې مزل کولای شي.

مهاجر لس ډوله بې پایلوټه الوتکه څلورنیم سوه لیټره سونګ  او تر دریو سوو  کلوګرامو پورې وزن هم وړلی شي.

د ایران د مهاجر لس ډوله بې پایلوته الوتکې سرعت په ساعت کښې دوه سوه لس کلومیټره دی او د قائم ، د الماس او د دستواره بمونو او ډول ډول مهماتو د لیږدولو وړتیا لري او د الیکټرونیکي جنګ په سیسټمونو باندې سمبال ده.

 

ټیګونه