ايران به په روان کال کې له ۲ څخه تر ۳ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي
د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر د دغه هېواد دفاعي او پوځي توان ته په اشارې سره وویل چې په روان کال کې به له دوو څخه تر درېیو سپوږمکیو فضا ته وتوغول شي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر امیر جنرال محمد رضا آشتیاني زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې سپوږمکۍ مدار ته استولی شی.
جنرال آشتياني د دې په بیان سره که څه هم دښمنان ډېر تجهيزات لري، خو د ناهيلۍ اوج ته رسېدلي زیاته کړه، دښمنان په افغانستان، عراق، سوريې او نورو هغو سيمو کې چې له ايران سره مخامخ شول، د دوی پلانونه ناکام شول.
د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ټینګار وکړ چې ایران د خپل قدرت او ځواک په اوج کې دی او له همدې امله، دښمن باید د احمقانه اقدام له فکره لاس واخلي.