Aug 29, 2023 15:15 Asia/Kabul
  • لویدیځ هیوادونه د خبرو اترو له میز څخه تللي وو

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشرسید ابراهیم رئیسي وویل لویدیځ هیوادونه د خبرو اترو له میز څخه ولاړل او په ایران کښې د بلواګرو کسانو په ملاتړ کولو سره خپلو هدفونو ته د رسیدا هڅه یې کوله.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د حکومت د اونۍ په مناسبت په خبري کانفرنس کښې د ایران پرضد د دښمانانو اقداماتو ته په اشارې سره وویل دښمانان په دنیا کښې د اسلامي ایران د څنګ ته کولو او د ایران په داخل کښې د خلکو د ناهیلي کولو دوې (۲)سټراټيژیانې تعقیب کړې.

ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې دښمانانو د ایران په منزوي او  څنګ ته کولو کښې ماتي وخوړله وویل د اټومي موافقې موضوع د تعقیبولو وړ نه لومړۍ او نه اخري دوسیه ده په دې سربیره له غږمله او ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د سیاسي ، د اقتصادي او د تجارتي اړیکو سویه متفاوته شوي ده په دې ډول چې له ګاونډیو هیوادونو سره په اقتصادي او تجارتي اړیکو کښې د څوارلس فیصده ودې کتونکي یوو.

د اسلامي  ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه په تجارتي اړیکو کښې د ایران دیارلسم حکومت ریکارډ جوړ کړ او په هغو ډيرو ظرفیتونو سره چې په ایران کښې شته له لاتیني امریکا ، افریقا او ډیرو اسیايي هیوادونو سره ارتباطات زیات شول او په اورسیا اتحادیې کښې غړیتوب او په شانګهايي موسسې  کښې غړیتوب او په بریکس ډلې کښې د ایران غړیتوب وښودله چې اسلامي ایران ظرفیت او مقام لري او دوښمانان د اسلامي ایران د منزوي کولو په سټراټیژۍ کښې بریالي شوي نه دي.

هغه وویل له اسلامي هیوادونو سره اړیکې چې له ځنډ سره مخامخ وې تعقیب شوې او له غږمله هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو سره د سیاسي ، د اقتصادي او د تجارتي اړیکو سوه هم ډیره متفاوته شوه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ د ایران سیاسي ، تجارتي او اقتصادي حالت د دې ښودنه کوي چې دښمانان د ایران د اسلامي جمهوریت په منزوي کولو کښې بریالي شوي نه دي او د ایران د خلکو په ناهیله کولو او ناامیده کولو کښې هم له سختې ماتي سره مخامخ شوي دي.

هغه وویل امریکا او اروپايي هیوادونو په اټومي تړون کښې په خپلو ژمنو باندې عمل ونکړ او یوازې ایران په خپلو ژمنو باندې عمل وکړ او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هم پینځلس ځله دغه خبره تائید کړه چې ایران په خپل اټومي پروګرام کښې هیڅ سرغړونه نه ده کړي ډاګینه کړه اټومي تړون کاملا یوه سیاسي موضوع ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه دیارلسم حکومت په خبرو کښې هیڅ سستي ونکړه او ټینګار لري چې باید بایکاټونه ختم شي چې د ایران ملت وکولای شي د بندیزونو د ختمیدا له ګټو استفاده وکړي خو لویدیځ هیوادونه د ایران پرضد د بایکاټونو په لګولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پراختیا او د پرمختګ د مخه د نیولو کوشش کوي.

 

ټیګونه