بصرې ته د شلمچې د پټلۍ رسول د یوې اقتصادي بریا نښه ده
عراق کښې د ایران سفیر بصري ښار ته د شلمچې د ریل پټلۍ د غزولو پروژه یوه اقتصادي لاسته راوړنه وبلله چې د ټرانسپورټ لپاره د دواړو هیوادونو له پراختیا سره مرسته کوي.
عراق کښې د ایران سفیر بصري ښار ته د شلمچې د ریل پټلۍ د غزولو پروژه یوه اقتصادي لاسته راوړنه وبلله چې د ټرانسپورټ لپاره د دواړو هیوادونو له پراختیا سره مرسته کوي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، «محمد کاظم آل صادق» د عراق بصره ښار ته د ایران د شلمچه سرحد د ریلوې د رسورو د پروژې په هکله په خپلې (ایکس) پاڼې ولیکل: بصرې ته د شلمچې د ریل پټلۍ د جوړولو پروژه د یوې اقتصادي بریا نښه ده چې د مسافرو او زیارتوالو د ټرانسپورټ لپاد دد هیواد له پراختیا سره مرسته کوي.
د ویلو ده چې له شلمچې نه بصرې ته د ریل پټلۍ د جوړولو اجرايي عملیات د ایران د ولسمشر د وړومبي مرستیال محمد مخبر او د عراق د وزیراعظم محمد شیاع السوډاني په شتون سره په یولړ دستورو کښې پيل شول.