رئیسي: پرمختللی هېوادونه سمندر او ځمکې ته ګواښ پېښوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138244-رئیسي_پرمختللی_هېوادونه_سمندر_او_ځمکې_ته_ګواښ_پېښوي
 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وایي، پرمختللی هیوادونه یا هغه هیوادونه چې یوازې خپلې ګټې او صنعتی پراختیا په نظر کې لری په خپلو اقداماتو سره سمندر، ځمکه، اوبه او خاوره ګواښی.
(last modified 2023-09-09T05:11:44+00:00 )
Sep 09, 2023 09:11 Asia/Kabul
  • رئیسي: پرمختللی هېوادونه سمندر او ځمکې ته ګواښ پېښوي

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وایي، پرمختللی هیوادونه یا هغه هیوادونه چې یوازې خپلې ګټې او صنعتی پراختیا په نظر کې لری په خپلو اقداماتو سره سمندر، ځمکه، اوبه او خاوره ګواښی.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وایي، پرمختللی هیوادونه یا هغه هیوادونه چې یوازې خپلې ګټې او صنعتی پراختیا په نظر کې لری په خپلو اقداماتو سره سمندر، ځمکه، اوبه او خاوره ګواښی.

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی په تهران کې له شګو او دوړو د طوفانونو سره د مبارزې په نړیوال کانفرانس کې وویل د دوړو د خپریدو یو علت بې له شکه د اوبو د منابعو غیر عادلانه او غلط استعمال دی.

رئیسي زیاته کړه، پرمختللي هېوادونه یا هغه هېوادونه چې یوازې خپل ځان او خپلې ګټې ویني او صنعتي پرمختګ ګڼي، په خپلو اعمالو سره سمندر، ځمکه، اوبه او خاوره ګواښي او دا هغه ظلم دی چې انسانیت ګواښي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د هیوادونو ګډ فکر، همغږي او همکاري د دغه ګډ درد د علاج لپاره د حل لاره وبلله او ویې ویل: د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه صادر شوي او سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو داسې اقدامات کړي دي چې د دې اندیښنو په اړه باید تعریف شي، مګر دا باید وڅیړل شي چې پرمختللي هیوادونه او د تسلط سیسټم او تسلط لرونکي هیوادونه چې یوازې په صنعتي او نظامي ځواک تکیه کوي، تر کومه حده دوی فکر کوي چې دغو پریکړو ته یې پام کړی؟

رئیسي ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو او د چاپېریال ساتنې د پرېکړه لیکونو د تطبیق تضمین باید موجود وي، که نه، په واک کې کسان به چاپیریال له خطر سره مخامخ کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چې د چاپیریال ساتنه باید د سیاسي مسایلو ښکار نشي، ځکه که دا د سیاسي مسلو او د ډیپلوماسۍ معمول تعریفونو تر اغیز لاندې وي، دا به هیڅ ځای ونه نیسي.