د پوځ بې پیلوټه الوتکې هر ډ‌ول ګواښ ته ځواب ورکولای شي
(last modified Tue, 03 Oct 2023 03:24:09 GMT )
Oct 03, 2023 07:54 Asia/Kabul
  • د پوځ بې پیلوټه الوتکې هر ډ‌ول ګواښ ته ځواب ورکولای شي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د 1402م ګډو مانورونو قوماندان تینګار وکړ چې د پوځ د ډرون الوتکو توان هر ډول ګواښ ته ځواب ویلی شي، خو موږ د خپلو ډرون الوتکو د توان لوړولو په لټه کې یو.

د ځوانو ژورنالیستانو د کلب د خبر له مخې، د پوځ د 1402م ګډ ډرون مانورونو قوماندان "امیرالبحر حبيب الله سياري" د دې په څرګندولو سره چې د پوځ د 1402م ګډ بې پيلوټه الوتکو د مانور اصلي پړاو به نن (سه شنبه) ترسره شي، وويل: " په دې مانور کې د پوځ د ځمکنیو او هوايي ځواکونو، د پوځ دفاعي، سمندري او الکترونیکي جګړې د سرتېرو د ډرون الوتکو یوه برخه  ارزول کېږي.

« اميرالبحر سياري» زياته کړه: دغه مانور به د دغه هېواد په جغرافیه او د هند د سمندر په شمال کې تر نيمې زياتې سيمې کې ترسره شي.

د پوځ د ١٤٠٢ د ډرون الوتکو د ګډو مانورونو قوماندان وويل: د دغو مانورونو يو له اصلي هدفونو څخه د هر ډول ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هېواد د ډرون الوتکو د وړتيا لوړول دي.

د اميرالبحر سياري په وينا، په هېواد کې دننه د ټولو توليد شويو بې پيلوټه الوتکو آزمایښت، د مهماتو ارزونه، د مرمۍ او چاودېدونکو توکو اندازه او د تجربو تبادله د دغه مانور نورې موخې دي.

ټیګونه