Oct 03, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د اټوم بم د جوړولو کوشش نه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي او تل سوله ئیزه اټومي انرژۍ تعقیبوي.

په تهران کښې د اسلامي وحدت په اوه دیرشم نړیوال کانفرنس کښې یوشمیر ګډون کونکو میلمنو پرون د تهران د شهید فخري زاده د  تحقیقاتي ریکټر او په اټومي انرژۍ ادارې کښې د راډیو درملو د تولید لیبراتورانو کتنه وکړه.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د دغه کتنې په وخت په دې خبرې سره چې د ایران د اټومي ټیکنالوژۍ بریاوې بشریت ته د خدمت او د سولې په لړ کښې دي وویل د ایران اټومي  انرژۍ اداره د اسلامي انقلاب یوه بریا ګڼل کیږي او هغه همدا اوس د ایران او حتی د اسلامي دنیا په یوه ستر ویاړ بدله شوي ده.

هغه ټینګار وکړ د ایران ټول اټومي فعالیتونه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د ضوابطو او د اصولو پراساس تعقیبیږي.

محمد اسلامي د ایران پرضد د دښمانانو بایکاټونو ته په اشارې او په دې خبرې باندې ټینګار سره  چې ایران د علم او د ټیکنالوژۍ په مقابل کښې له هر ډول سلطې غوښتنې سره مخالف دی وویل د ایران د کورنیو متخصصانو په هڅې سره توانیدلي یوو بایکاټونه شنډ کړو.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي دغه راز له اټومي تړون څخه د امریکا یواړخیزه وتلو او د اروپايي هیوادونو ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل په اټومي تړون کښې د ایران مقابلو لورو نه یوازې د تهران  برضد بندیزونه ختم نکړل بلکې نور بایکاټونه یې هم ولګول او حتی نورو هیوادونو ته هم له ایران سره د ملګرتیا کولو اجازه نه ورکوي.

 

ټیګونه