په دمشق کې د برید مسئولیت د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی
(last modified Fri, 06 Oct 2023 11:32:32 GMT )
Oct 06, 2023 16:02 Asia/Kabul
  • په دمشق کې د برید مسئولیت د ترهګرو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په سوریې کې د ترهګرې حملې پړه، د دغه هېواد د خاورې د اشغالګرو په ګډون، د ترهګرو پر بهرني ملاتړو باندې واچوله.

د حکومت د معلوماتو د دفتر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، سید ابراهیم رئیسي، د جمعې په ورځ د سوریې ولسمشر، حکومت، پوځ او خلکو ته د دغې ترهګریزې پېښې په اړه د تسلیت په وړاندې کولو سره په یوه پیغام کې ولیکل: په وروستیو میاشتو کې په سوریه کې د ترهګریزو بریدونو او اقداماتو دوام، په دغه هېواد کې د ثبات، استقرار او بشپړ امنيت د رامنځته کېدو د مخنيوي په هدف، له ترهګرو څخه د استخباراتي، امنيتي او لوژستيکي ملاتړ د دوام  له امله دی.

رئیسی زیاته کړه: په سوریه کې د داعش او تکفیري ترهګرو د دوامدارې بقا او عملیاتو لپاره د ساه اخیستلو د فضا په رامنځته کولو کې مرسته کول، د سوریې د ملي حاکمیت په خلاف د صهیونیسټي رژیم له تیریو سره یو ځای او بشپړوونکی اقدام دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر  څرګنده کړه: له شکه پرته د دغې غمجنې پېښې مسئولیت د سوریې د خاورې د اشغالګرو په ګډون، د ترهګرو ډلو د بهرنیو ملاتړو پر غاړه دی، چې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د ترهګرۍ پر ضد د موثرې مبارزې لپاره د ملي واکمنۍ مخنیوی کوي.

رئیسي دې جنایت ته په اشارې سره څرګنده کړه چې په سیمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ مخالفان خپلو ترهګریزو او وحشیانه چلندونو ته دوام ورکوي او ټینګار یې وکړ چې مسئول نړیوال بنسټونه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په دې برخه کې خپل مسئولیتونه ادا کړي.

ټیګونه