د هرات زلزه ځپلیو ته د ایران نورې مرستې واستول شوې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د« خراسان رضوي »ولایت په ختیځ کښې له دوغارون سرحد څخه د افغانستان د زلزله ځپلیو لپاره د ایران د خلکو د مرستو څلورم پیټي واستول شو.
د ایران د تایباد د سرې میاشتې مشر «هادي رمضاني» وویل دغه مرستې د ایران د تایباد ولسوالۍ د خلکو لخوا ورکړل شوي دي او د افغانستان د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو خلکو باندې ویشل کیږي.
هغه وویل په دغو دیرش ټنه مرستو کښې ډول ډول خوراکي مواد، غوړي ، وريژې ، کنسرو، کمبلې او قالینې شاملې دي.
د ایران د تایباد د سرې میاشتې مشر هادي رمضاني ډاګینه کړه تراوسه مخکې هم په دریو مرحلو کښې له ایران څخه په شپږویشتو ټریلو کښې څه د پاسه شپږسوه نوي ټنه ډول ډول شیان د افغانستان د هرات د زلزله ځپلیو خلکو لپاره استول شوي دي.
هغه وویل د افغانستان د هرات زلزله ځپلیو سیمو ته د ایران د نورو ولایتونو د خلکو د مرستو استول دوام لري او په راتلونکو ورځو کښې به د ایران څو ټرکه نورې مرستې هم د دوغارون سرحد له لارې د هرات ولایت زلزله ځپلیو کلیو ته واستول شي.