د وحشي صهیونیستي رژيم لپاره د امریکا لګښتونه ورته هیڅ ګټه نه لري
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ټينګار و کړ، امریکا د صهیونیسټي رژيم لپاره لګښتونه کوي چې د سپینې ماڼۍ لپاره هیڅ ګټه نه لري او دا د امریکایانو په حاکمه پلاوي کې د حکمت د نشتوالي نتیجه ده .
سردار حسین سلامي د مالک اشتر دیارلسمې جشنوارې په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې اوس اسلامی انقلاب د سیمې او نړۍ د سیاسی او امنیتی بدلونونو په ډګر کې په لور نیونې سره مخ دی ووئیل،هغه پيښې چې رامینځةکیدونکي دي ، دنړۍ د بدلونونو د لارې بدلیدا ، دقدرت دانډول بدلیدا او د اسلامی انقلاب د لوړو و شعاؤ او وړانګو د پراختیا ځيری ورکوي.
سردار سلامي زیاته کړه ، وحشي صهیونیسټي رژيم نن سبا د چنجي خوړلي اوسخا شوي غاښ په څير دی او له ریښې جلا شوی دی چې خپل بیړنی او وار مخکې زوال احساسوي.
د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان دې ته په اشارې سره چې دتاریخ په ا وږدو کې هیڅکله امریکا دومره منزوي شوې نه وه ، ووئيل، امریکا نن سبا خپل پخوانۍ نړیوال ځائيګی له لاسه ورکړی دی. هغه ټينګار وکړ، د وحشي صهیونیسټي رژيم ناکامي او دامریکا ځوړتیا دنړۍ د امنیت او آرامښت سب کیږي.