طوفان الاقصی عملیاتو د اسرائیلو سټراټيژیانې ناکامه کړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال «محمد پاکپور» وویل د طوفان الاقصی عملیات د صهیونیسټ رژیم په سترو پوځي سټراټيژیو د چلیپا کرښه او د اسرائیلو د پینځه اویا کلن ظلم ، وژلې او نیواک پرضد د فلسطین د بې فاع خلکو حرکت دی.
هغه د ایران د جنوب لویدیځ سرحدونو د کتنې په وخت وویل د ایران د ټولو قواو قومندان حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په ډیر دقیق او هوشمندانه ډول وفرمائیل د طوفان الاقصی په عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژیم ماتي د نه ترمیم وړ ده.»
محمد پاکپور دغه راز په دغه کتنه کښې د ایران په جنوب لویدیځ کښې د دیره بیلابیلو بیلو عملیاتي ، د توپونو ، مخابراتو او د تاکتیکي یونټونو او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دفاعي او جنګي چمتووالي له نږدې څخه وجاجول او د اسلام له جنګیالیو سره په خبرو کښې یې په ډول ډول جغرافیايي او اب وهوا شرایطو کښې د هغوې د شپې او ورځې د مجاهدتونو او هڅو او د لوړې انګیزې ، روحیې او د هوښیارۍ قدرونه وکړه.