د صهیونیسټ رژیم جنایتونه د مقاومت بریالیتوب نه پیکه کوي
(last modified Mon, 13 Nov 2023 23:18:29 GMT )
Nov 14, 2023 03:48 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم جنایتونه د مقاومت بریالیتوب نه پیکه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک قومندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده وویل: د نړۍ ټول خلک د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته متوجه شول، او د اسرائیلو دغه جنایتونه او وژلې نشي کولای بریالیتوبونه پیکه کړي.

هغه په یوې مرکې کښې ټينګار وکړ څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټ رژیم په جنایتکارۍ او غاصبوالي ټینګار کوي ، خو نن سبا د اسرائیلو د جنایتونو اوج په ټولې دنیا کښې خلکو ته ښکاره شو او ولسونه دغو  جنایتونو ته متوجه شول.

حاجي زاده ډاګینه کړه طوفان الاقصی او د حماس غورځنګ سټراټيژیک عملیات له بریالیتوب سره یوځاې دي او دغه بریالیتوب د  صهیونیسټ رژیم په جنایتونو سره د له مینځه تلو وړ نه دی بلکې ماندګاره دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک قومندان برید جنرال امیر علي حاجي زاده یادونه وکړه هماغه ډول چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  ټینګار کړی په بایللي اس باندې باید شرط و نه لګول شي باید ووایو نن سبا د دغه بایلونکي اس ستون فقرات مات شوي دي او د دغه جعلي رژیم ملاتړي هیوادونه به هم په خپلو حمایتونو پښیمانه شي.

 

ټیګونه