د صهیونیسټي رژیم مصنوعي ځواک له منځه تللی دی
(last modified Sun, 19 Nov 2023 01:52:02 GMT )
Nov 19, 2023 06:22 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم مصنوعي ځواک له منځه تللی دی

د اسلامي انقلاب دسپاه پاسدارانو ځواک ویندوی وویل : هغه مصنوعي ځواک چې صهیونیسټي رژیم  خلکو ته ښودلی وو، له منځه تللی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاره پاسدارانو ویاند برید جنرال رمضان شریف زیاته کړه: د نړۍ خلکو یو ځل بیا په خپل ټول وجود سره د صهیونیسټي رژیم ظلمونه او وحشتونه ولیدل او حس کړل.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویندوی څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم پرضد د فلسطیني خلکو د مبارزې تاریخ، له غمونو او دردونو څخه ډک تاریخ دی، چې یو ملت د فلسطیني خلکو د کړاوونو او سختیو شاهد دی، چې د هغې ځمکې اصلي خاوندان دي.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ شورا مشر څرګنده کړه: صهیونیسټانو له ۷۵ کلونو راهیسې هڅه کړې چې د فلسطین مسله هېره شي او پر ځای یې صهیونیسټ رژیم، د مینځني ختیځ او د اسلامي هېوادونو په زړه کې، د اروپا او امریکا د استازي په توګه، د لوېدیځ د ګټي تضمین کړي، خو په ایران کې د اسلامي انقلاب په رامنځته کېدو سره، تاریخ یو بل ډول بدلون وکړ.

په ټول اسلامي ایران کې د دغه هېواد ولس د غزې په تړانګه کې د ماشومانو د وژنې، جنایت، نسل وژنې، قتل عام، ترور، جنګي جنایت او د بشري ناورین په غندلو او د ستر لاریون په لاره اچولو سره، د فلسطین له مظلومو ماشومانو ملاتړ وکړ.

پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم دپوځ د بریدونو له امله تراوسه، نږدې ۱۲ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۲۹ زره کسان هم ژوبل شوي دي، چې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، اکثره ټپیان ماشومان او ښځې دي.

ټیګونه