په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو
(last modified Sun, 19 Nov 2023 03:03:32 GMT )
Nov 19, 2023 07:33 Asia/Kabul
  • په سوریه کې پر ایراني ځواکونو هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو

د فارس د خبر له مخې؛ حسین امیرعبدالهیان له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: د هغه خبرونو له مخې چې زما په لاس کې دي، د ایراني ځواکونو هېڅوک موخه نه دی ګرځول شوی او البته که داسې پېښه وشي، ایران به سخت ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه: د غزې مسله  هغه موضوع ده چې بیرته فلسطیني ډلو ته ورګرځي او هغوی د دې کیسې اصلي اړخ دي. له همدې امله، په بنسټیز ډول که ووایو چې ایران او امریکا به د غزې د بدلونونو په اړه مستقیمو خبرو اترو ته داخل شي، شاید دا ډېره سمه پوښتنه نه وي.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: په سیمه کې د امریکې او د اسرائیلو نیواکګر رژیم په دغه اقدام سره، که د غزې او لوېدیځې غاړې د خلکو پرضد د جنګي جنایتونو مخه ونه نیول شي، د جنګ د پراخېدا هر احتمال شته.

هغه څرګنده کړه: حزب الله نن له اسرائیلو سره د جنګ پړاو ته داخل شوی دی او دا چې حزب الله به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې څه اقدام وکړي او نور کوم اقدامات به تعقیبوي، هغه څه دي چې د حزب الله فیصلې پورې اړه لري، نه د امریکا پیغام حزب الله ته.

امیر عبداللهیان بیا وویل: مقاومت په خپله لوړ توان لري. تاسو به وګورئ چې ځمکنۍ جګړې ته د ننوتلو په مرحله کې، د جګړې برخلیک به په غزه کې دننه د مقاومت لخوا ټاکل کېږي.

ټیګونه