په لسګونو زره خلکو د امنیت د شهیدانو دجنازودستورې ترسره کړې
(last modified Sat, 16 Dec 2023 09:05:57 GMT )
Dec 16, 2023 13:35 Asia/Kabul

د ایران د سیستان او بلوچستان په راسک سیمې کې د پرون سهار وختي دپولیسو په یوه مرکز باندې پيّلو او جنایتکارو ترهه ګرو ناڅاپي حمله کړې چې په نتیجې کې ئې  دپولیسو  ۱۲ کسان شهیدان شوي او یوشمیر ټپیان شوي دي.

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د سیستان اوبلوچستان په لسګونو زره خلکو د راسک سیمې د ترهه ګرې  حملې  دیولسو  شهیدانو د جنازو دستورې  ترسره کړې او له  ترهه ګرو ئې خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ او پخپلو شعارونو کې ئې په وحدت او یووالي ټينګار وکړ.

زمونږخبریال راپور راکړ،په  دغو لولوناکو دستورو کې د ایران  کورنیو چارو وزیر ، سیاسی او پوځي قوماندانان ، مسئولان ، د شهیدانو کورنۍ او په لسګونو زره مسلمانانو  په دغو دستورو خپل   شهیدان بدرګه کړل.

د ایران د سیستان او بلوچستان په راسک سیمې کې د پرون سهار وختي دپولیسو په یوه مرکز باندې پيّلو او جنایتکارو ترهه ګرو ناڅاپي حمله کړې چې په نتیجې کې ئې  دپولیسو  ۱۲ کسان شهیدان شوي او یوشمیر ټپیان شوي دي.

د یوشمیر شهیدانو پلارانو ایران پریس خبری آژانس سره په خبرو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  له مسئولانو وغوښتل ،له ترهه ګرو او دهغوی له ملاتړو سره دې پریکنده چلند وکړي.

د ایران د کورنیو  چارو وزیر احمد وحیدي چې په دغو دستورو کې ئې  ګډون کړی، ددې خبرې په کولو سره چې دغه ځوانان  د تورزړو وحشیانو په لاس  شهیدان شوي   زیاته کړه ،   دښمنانو هڅه کړې څو د شیعه  او سني مسلمانانو ترمینځ درز او تفرقه رامینځةکړي ، خو  اوس ټوله   ګوري چې اهل تشیعّ او اهل تسنن  د یوه بل ترڅنګ منسجم  په دغو ولولوناکو دستورو کې خپل شهیدان بدرګه کوي او ددښمنانو  اقدامات به  هیڅ نتیجه ونه لري.  

 

ټیګونه