په سیستان او بلوچستان کې د موساد یو جاسوس نن سهار پانسي شو
د هغه کس د پانسۍ فیصله چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د اسرائيلو دموساد پشمول له پرَدیو جاسوسي ادارو سره دارتباط په تورونو محاکمه او محکوم شوی ؤ ،نن سهار پانسي شو.
دغه کس د اسرائيلو د موساد پشمول پرَدیو جاسوسی ادارو سره د ارتباط په خاطرطبقه بندی شوي اطلاعات غونډول اوا له خپلو ارتباط لرونکو په مشارکت سره ئې دغه سندونه او مدرکونه د موساد پشمول د پرَدیو جاسوسی ادارو په اختیار کې ورکول.
په خبر کې وئيل شوي دي ، ددغه کس دڅيړنو له بشپړتیا او له نیول کیدا وروسته د زاهدان قضائي محکمې ته سپارل شوې وه، چې په ډيرو موردونو کې ئې پر خپلو خیانتونو جاسوسۍ اعتراف هم کړی ؤ.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت په پوله ایزو ولایتونو کې د حالاتو دخرابولو ، د اهل تشیّع او اهل تسنن ترمینځ د درز او نفاق د اچولو او دغه راز پر امنیتی او پوځي مرکزونو دحملو دسیسې د پرَدیو جاسوسي ادارو له خوا پلان او منظمیږي ، خو ددغو ولایتونو په یووالي او انسجام سره زیاتره دغه شان دسیسې شنډې کړې شوي او لاس لرونکي کسان هم نیول شوي او و رڅخه پلټڼې شوي او زیاتره ئې هم پانسي شوي دي .