د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسرائیلو رژيم جنایت وغاند
(last modified Mon, 25 Dec 2023 23:22:18 GMT )
Dec 26, 2023 03:52 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجه وزارت ویاند د اسرائیلو رژيم جنایت وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني له ترهګرۍ سره د مبارزې د ایراني پوځي سلاکار سردار سید رضي موسوي په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم د تیرې دوشنبې ورځ ترهګر اقدام په کلکه وغاند.

ناصر کنعاني د صهیونیسټ رژيم دغه جنایت یو ترهګر او تیریګر اقدام وباله او زیاته یې کړه دغه ناځوانمردانه او رذیلانه اقدام د صهیونیسټ رژيم د ترهګر ماهیت او د ذات بله ښکاره نښه ده.

هغه وویل صهیونیسټ رژیم د خپل منحوس ژوند په اوږدو کښې بیا بیا د نړیوالو اصولو او مقرراتو په دوامداره توګه خلاف ورزیو سره ډول ډول جنایتونه کړي دي او پرون یې هم بل تیریګر او بزدلانه ترهګر اقدام ترسره کړی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني د دغه ستر سردار د شهادت په مناسبت د ایران ستر ملت د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سرلوړي ځواک او د دغه لوړ مقام شهید محترمې کورنۍ ته مبارکي او تسلیت ووایه او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت په مناسب وخت او ځاې کښې دغه اقدام ته د ځواب او د ضروري تدبیرونو د غوره کولو لپاره خپل حقوق خوندي ګڼي.

 

ټیګونه