د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا اقدام به بې ځوابه پاتې شي
(last modified Tue, 02 Jan 2024 10:29:26 GMT )
Jan 02, 2024 14:59 Asia/Kabul
  • د شهید سلیماني په ترور کې د امریکا اقدام به بې ځوابه پاتې شي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د شهید قاسم سلیماني ترور د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل وباله او اعلان یې وکړ چې د امریکا دغه ترهګریز عمل به بې ځوابه پاتې نشي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال«رضا نجفي» د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې د نمانځلو په لړ کې، د دغه شهید د خدمتونونو د بیان ترڅنګ وویل: د شهید سلیماني ترور د نړیوالو قوانینو خلاف عمل او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده، نو د امریکا دغه اقدام به بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د سردار سلیماني د ترور په اړه د حقوقي او نړیوال تعقیب لپاره د ځانګړې کمېټۍ پر اقداماتو باندې په ټینګار سره وویل: د ایران د بهرنیو چارو وزارت له پیله په ملګرو ملتونو کې خپل حقوقي درېځونه ثبت کړي دي او د دې عمل د تعقیب لپاره د قانوني اسنادو چمتو کولو لپاره هڅې شوي دي."

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قومندان تورنجنرال حاج قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه په داسې حال کې چې د عراقي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی وو، د امریکايي یرغلګرو او ترهګرو ځواکونو په هوايي برید کې د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه، د عراق د ولسي پاڅون (الحشد الشعبي) له مرستیال ابو مهدي المهندس او د هغوی له ۸ تنو ملګرو سره یوځای شهیدان شو.

ټیګونه