د سردار قاسم سلیماني د ترور عاملان به په نړیوالې محکمې کې ودروو
نن چارشنبه د ۲۰۲۴ کال دجنورۍ دریمه نیټه د زړونو د سردار او شهیدالقدس سردار قاسم سلیماني د شهادت څلورمه کلیزه ده .
په جینوا کې د ملګروملتو په دفتر کې دایران نمایندګۍ د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړې کمیشنرۍ ته په په یوه لیک کې وئیلي دي ، چې ایران دشیهد سردار قاسم سلیماني دترور دعاملانو د محاکمه او سزا کولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي.
نن چارشنبه د ۲۰۲۴ کال دجنورۍ دریمه نیټه د زړونو د سردار او شهیدالقدس سردار قاسم سلیماني د شهادت څلورمه کلیزه ده .
د زړونو د سردار د شهادت د څلورمې کلیزې په درشل کې په جینوا کې د ملګروملتو په دفتر کې د ایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ د ملګروملتو دبشری حقوقو لوړې کمیشنرۍ او نورو اړونده میکانزمونو ته په یوه لیک کې دغه ترهه ګر اقدام هدفمند، خپل سری، بې انصافه او غیر قانوني بللی دی .
فارس خبری آژانس راپور ور کړی په دغه لیک کې هغو اقداماتو ته اشاره شوې چې اسلامی ایران له دغه ترهه ګر اقدامه وروسته ترسره کړي او لیکل شوي شوي د چې ایران په دغه ترور کې دخیل کسان او ادارې د قانون په وړاندې ځواب ویونکي ګڼي او دغه لارې ته ددغو آمرانو ،عاملانو او مباشرانو ترمحاکمې اوسزا کیدا پورې دوام ورکړي.
په نیویارک کې د ملګروملتو په دفتر کې د ایران نماینده امیر سعید ایرواني هم له دې مخکې دامنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې په سورئې کې د ایران پوځي سلایار سید رضی موسوي د شهادت په غبرګون کې وئیلي وو چې ایران دملګروملتو د منشور او نړیوالو حقوقو په اساس په هغه مناسب وخت کې چې ئې لازم وګڼي ، د پریکنده ځواب لپاره خپل روا او ذاتي حق محفوظ لري.