په سیستان او بلوچستان کې پر یوې پوستې ترهګریز برید / د ایران د پولیسو یو افسر په شهادت رسېدلی
د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د راسْک په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ترهګرو په حمله کې، چې د چهارشنبې په سهار شوې، د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر شهید شو.
د ایرنا د خبر له مخې، د چهارشنبې په ورځ د شپې په ۱:۳۰ دقیقو وروسته له هغه چې ترهګرو د راسْک ښار پر«جنګل ښاري پوستې» باندې ډزې وکړې، چې د ایراني پولیسو له سخت ځواب او ډزو سره مخامخ شول، د حملې عاملان له سیمې وتښتېدل.
په دغه برید کې افسر امیر حسین حسین آبادي د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
د دغه ترهګریز بريد د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري او په دې باب به نور بشپړ خبرونه خپاره شي.
څو شېبې وړاندې د "جیش الظلم" ترهګرې ډلې په خپلو چینلونو کې د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د راسْک ښار په ځنګله کې د بیډلد کلي پر پوسته د برید پړه پر غاړه واخیسته.
دا په تېره یوه میاشت کې د راسْک ښار پر سرحدي پوستو دویم ترهګریز برید دی.
د ډسمبر په ۱۵مه هم ترهګرو په راسْک ښار کې د پولیسو پر یو مرکز حمله کړې وه، چې له امله یې د ایران د اسلامي جمهوریت ۱۱ پولیس افسران په شهادت ورسېدل.