د امریکا او د انګلستان بریدونه د تاوتریخوالو سبب ګرځي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په ټیلي فوني تماس کښې په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا حملې سټراټيژیکه غلطۍ وبلله کومه به چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي.
حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په ټیلي فوني خبرو کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو د وژلې د بندیدا د ضرورت په هکله د ګوټریش د دریځونو او د هڅو د قدرونې په ترڅ کښې یوځل بیا د یمن پرضد د بریتانیا او د امریکا د حملو او د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د بریدونو د بندولو پرضرورت ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په غزې تړانګه کښې په خراب انساني حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره د فلسطین مظلومو خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
هغه په سره سمندر کښې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره یوځل بیا په سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په اصولي دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل اسرائیلو ته د تلونکو کشتیو له نیولو د یمن هدف د غزې تړانګې د ښاریزو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د نسل کشۍ بندول دي.
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې یوځل بیا په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو د غندلو په ترڅ کښې د دغو بریدونو د بندیدا او غزې ته د بشردوستانه مرستو د استولو پرضرورت ټینګار وکړ.
ګوټریش دغه راز په سیمه کښې د سولې او د ثبات له پیاوړتیا سره په مرسته کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رول اهمیت لرونکی وباله.
امریکا تیرو ورځو کښې څو ځله د یمن په یوشمیر سیمو باندې حملې کړي دي.
د امریکا دغه بریدونه له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کښې ترسره شوي دي.
د یمن پوځ له تیرو څو اونیو راهسې د اسرائیلو د کشتیو پرضد چې د دغه رژیم بندرونو ته ورځي عملیات کړي دي او ویلي یې دي تر څو چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم حملې بندي شوي نه وي د یمن پوځ به هم د اسرائیلو د کشتیو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړي.