Jan 26, 2024 14:55 Asia/Kabul
  • له افریقايي هیوادونو سره د اړیکو پراخول د ایران د خارجي سیاست چورلیزونه:-

د اسلامي ایران ولسمشر له افریقايي هیوادونو سره د تهران اړیکې د ملتونو ترمینځ د زړه له کومې د دلچسپۍ پراساس او د ایران د خارجې سیاست چورلیزونه وبلل.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تیرې پنجشنبې ورځ په تهران کښې د «نیجر» هیواد له لومړي وزیر «علي لامین زین» سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې د افریقايي هیوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د اړیکو د پراختیا په لاره کښې هیڅ خنډ نشته د انجنیري خدماتو د صادرولو او د انرژۍ، د صنعت او د معدن په شمول په بیلابیلو برخو کښې د ظرفیتونو د تبادلې لپاره د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.

ابراهیم رئیسي له نیجر هیواد او نورو افریقايي هیوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت اړیکې له سیاسي او ډيپلوماټیکو اړیکو ورهاخوا او د ملتونو ترمینځ د زړه له کومې د دلچپسۍ پراساس وبللې او د ازادۍ غوښتنې او د خپلواکۍ غوښتنې په لاره کښې د نیجر هیواد د ملت د لوړو ګامونو په ستاینې سره یې وویل د نیجر مسلمان ملت به  په دغه روحیې او په خپلو ظرفیتونو باندې تکیې سره روښانه راتلونکی ولري.

له ګاونډیو، مسلمانو او افریقايي هیوادونو سره د اړیکو پراخول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی چې په اساسي قانون کښې هم ورته اشاره شوي ده.

په حقیقت کښې د ایران اسلامي جمهوریت د دنیا له هیوادونو سره د رغنده تعامل په چوکاټ کښې پراختیايي هیوادونو ته له  یواړخیزه کتنې د ډډه کولو په ترڅ کښې اسیایي ، افریقايي او کم پراختیايي هیوادونو ته پام کول هم خپل لومړیتوب ګرځولی دی.

په همدې دلیل ایران باوري دی چې د افریقا ستر بازار د ایران او د نیجر په شان د افریقايي هیوادونو د شیانو او د محصولاتو د مبادلې لپاره مناسبه زمینه ده.

د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته له افریقايي هیوادونو سره د ایران د پینځه څلویښت کلنو اړیکو مخینه د دې ښودنه کوي چې تهران د لویدیځو هیوادونو په اپوټه چې د امنیت د رامینځته کولو او د بشري حقوقو د شعارونو په پوښښ کښې د ملتونو د سرچینو او د شتمنیو د چورتالان کولو کوشش کوي له متقابل احترام سره یوځاې د انډوله اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.

د نیجر لومړي وزیر «علي لامین زین» د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره په تیرې پنجشنبې ورځې کتنې کښې په سیمه ئیزو او نړیوالو معادلاتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د مقام او د رول په اهمیت باندې ټينګار سره د حق غوښتنې، د خپلواکۍ غوښتنې او د دین ګډ بنسټ د ایران او د نیجر د دوو ملتونو ترمینځ ګډ ټکي وبلل او ویې ویل دغه اشتراکات سبب شوي چې نیجر هیواد د ایران اسلامي جمهوریت په دنیا کښې د ځان لپاره د تکیې وړ او ډاډمن شریک او دوست وبولي.

د راپورونو پراساس له افریقايي هیوادونو سره په تجارت کښې د ایران ونډه حاضردمه په کال کښې  یو اعشاریه اته میلیارډه ډالره ده چې ښودنه کوي د ایران او د افریقايي هیوادونو د اقتصادي اړیکو سویې هیڅکله د سیاسي اړیکو د سویې په شان وده نه ده کړي او د دغه نیمګړتیا د ختمولو لپاره د اقتصادي فعالانو او د سیاسي چارواکو د راشه درشه او د هڅو زیاتول ضروري دي.

تیر کال افریقايي هیوادونو ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د خارجه چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان جلا جلا سفرونو او دغه راز په تیر یوه کال کښې تهران ته د افریقايي هیوادونو د چارواکو سفرونو ته په پام سره هیله کیږي دواړه لوري د ملګرتیا د ډول ډول زمینو او د متقابلو ظرفیتونو د پيژندلو په ترڅ کښې د پانګوالو او د اقتصادي فعالانو د ډیر شتون لپاره په بیلابیلو برخو کښې د ملګرتیاو د زیاتولو فرصتونه برابر کړي.

 

ټیګونه