ایران له سرپرست حکومت سره باورجوړونې او همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي
د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قُمي پرون یکشنبه د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۵مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې هېواد یې له سرپرست حکومت سره د همکاریو د پیاوړتیا هڅه کوي.
هغه زياته کړې چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د حل لپاره د تهران هڅه د سیمهایزې تماس ډلې رامنځته کولو طرحه وه، چې لومړۍ غونډه یې د روانې میاشتې په پیل کې په کابل کې جوړه شوه.
حسن کاظمي قُمي د خپلو خبرو پرمهال نړیوالې ټولنې او هغو هېوادونو ته په خطاب کې چې دی یې د افغانستان د اوسني وضعیت لامل بولي، وویل: همدوی د افغانستان د بیارغونې او ابادولو مسئول دي.
دسرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم په دغه غونډه کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.
دی وايي، روان کال د ایران او افغانستان لسګونو چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا لپاره یو د بل هېوادونو ته سفر کړی دی.
بايد وویل شي چې په تېرو دوو کلونو کې د ايران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د سرحدي ستونزو او حقابې ترڅنګ، له سرپرست حکومت سره د اړيکو په ځانګړي ډول د اقتصادي او سياسي اړيکو د پراخېدو هڅې کړي.
همداراز سرپرست حکومت هم دغو دوو کلونو کې له اسلام ایران سره د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو هڅه کړې ده.