د اسلامي نړۍ لومړۍ مسأله، د غزې او فلسطین مسئله ده
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د غزې او فلسطین مسئله، د اسلامي نړۍ لومړنۍ مسئله وبلله.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د تهران د جمعې خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، پر ځینو عربو حکومتونو په نیوکې سره وویل: تمه ده چې دغه حکومتونه له صهيونیسټي رژيم سره خپلې اړيکې پرې کړي او د فلسطين او غزې له خلکو ملاتړ وکړي.
حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي زیاته کړه: په سیمه کې مقاومتي ډلو د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته مناسب ځواب ورکړی او مقاومت به ډېر ژر د دغه رژیم پوزه په ځمکه ومږي.
د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې تراوسه پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حملو کې، ۳۱ زره او ۳۴۱ فلسطینیان شهیدان او ۷۳ زره او ۱۳۴ نور بیا ژوبل شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
د تهران خطیب همدارنګه (د کب د میاشتې په یولسمه) نېټه د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د شپږمې دورې د ټاکنو ترسره کېدو ته په اشارې سره وویل: په ټاکنو کې د ایران د خلکو ۴۱ سلنه ګډون، ښکلی جهاد وو او د نظام او خلکو پر وړاندې یې د دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړې.