د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اړمنو بندیانو د خلاصون لپاره مالي مرسته وکړه
(last modified Sun, 17 Mar 2024 00:17:59 GMT )
Mar 17, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اړمنو بندیانو د خلاصون لپاره مالي مرسته وکړه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اړمنو بندیانو د خلاصون لپاره دوه میلیارده تومانونه ځانګړي کړل.

د معظم رهبر د دفتر د مالوماتو له مخې، د ګلریزان د ۳۷مې جشن ترسره کېدو په درشل کې، د ایران دیې ټولنه چې اړمنو بندیانو د آزادولو په لړ کې د مرستې لپاره وقف شوی دی، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه یي، دوه میلیارده تومان دې غوره کار ته ځانګړي کړل.

د ګلریزان جشن هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې، د ایران د خلکو د مرکزي دفتر په هلو ځلو سره د دیې چارو ته د رسېدنې او له اړمنو بندیانو سره د مرستې لپاره، په تهران او د ایران په مختلفو ښارونو کې د یو شمېر چارواکو او خیرخواهانو په شتون سره ترسره کېږي.

ټیګونه