د امنیت شورا پریکړه لیک د اسرائيلو د بې مخینې انزوا ښوده کوي
اسماعیل هنیه ووئيل،له ډیرو درندو لګښتونو سره سره ، وحشي صهیونیسټي رژیم د خپلو پوځي موخو په پوره کیدا کې ناکامه شوی او اوس نړیوال ملاتړ او سیاسی ملاتړونه هم له لاسه ورکوي او په دغو شرائطو کې د امنیت شورا پریکړه لیک صادر شوی که څه هم په ځنډ سره ؤ او ځیني نیمګړتیاوې او کمښتونه هم لري.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه پرون مازدیګر په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل، د ملګروملتو د امنیت شورا د دوشنبې ورځې پریکړه لیک ددې ښودنه کوي ، چې امریکا هم پر نړیوالې ټولنې د خپلو غوښتنې د تپنې توان او اراده نه لري او دا موضوع د فلسطین د ولس او اسلامی مقاومت د بې بدیله مقاومت ښودونکې ده .
اسماعیل هنیه ووئيل،له ډیرو درندو لګښتونو سره سره ، وحشي صهیونیسټي رژیم د خپلو پوځي موخو په پوره کیدا کې ناکامه شوی او اوس نړیوال ملاتړ او سیاسی ملاتړونه هم له لاسه ورکوي او په دغو شرائطو کې د امنیت شورا پریکړه لیک صادر شوی که څه هم په ځنډ سره ؤ او ځیني نیمګړتیاوې او کمښتونه هم لري.
اسماعیل هنیه دغه راز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د ایران دملت په قدرونې سره ووئیل، دقدس نړیواله ورځ په وړاندې لرو او دا مهم په داسې حال کې دی چې د طوفان الاقصی عملیات دوام لری او هیله مند یوو اسلامی امت د قدس په نړیواله ورځ خپل شجاعانه او میلیوني پراخ شتون نندارې ته وړاندې کړي.