باقری کنی: مقاومت صهیونیسټان په دیپلوماسۍ او میدان دواړو کې ذلیله کړي
(last modified Fri, 24 May 2024 01:47:56 GMT )
May 24, 2024 06:17 Asia/Kabul
  • باقری کنی: مقاومت صهیونیسټان په دیپلوماسۍ او میدان دواړو کې ذلیله کړي

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، مقاومت د دې لامل شوی چې صهیونیسټان په میدان او ډیپلوماسۍ دواړو کې ذلیله کړي.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر«علی باقری کنی» د مقاومت ډلې له مشرانو سره په کتنه کې د ایران له ملت او حکومت سره  د دوی د خواخوږۍ او پیوستون له امله قدرداني وکړه.

نوموړي دغه راز د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د فلسطین د خلکو د زړور مقاومت له امله هم قدرداني وکړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست ستراتیژیک استقامت ته په اشارې سره یې وویل: مقاومت د واقعي اجزاو پر بنسټ ايډيال دی او له همدې امله په تېرو اووه نیمو میاشتو کې د یرغلګرو پر وړاندې په مقابله کې دی.

هغه زیاته کړه، فلسطیني ملت د عزت، خپلواکۍ او واک بیرغ په پورته کولو کولو سره د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو پر وړاندې په کلکه ولاړ دی.

باقري زیاته کړه د مقاومت د موثریت لپاره یوازې دا کافي ده چې صهیونیسټان یې نه یوازې په میدان کې، بلکې په سیاسي، حقوقي او ډیپلوماسۍ ډګر کې هم په په تیر پنځه اویا کلن تاریخ کې بې سارې ډول له ماتې سره مخ کړل.

هغه وایي: سره له دې چې په نړيوال ډګر کې د امريکې د سياسي، حقوقي او عامه ډيپلوماسۍ له وسيلو او قدرت څخه صهیونیسټ رژیم ګټه اخیستې، خو د ناکامۍ څخه په خلاصون کې ورسره دغه هېواد هم مرسته نده کړې.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د فلسطین د خلکو د حقوقو او مقاومت په ملاتړ کې د شهید ابراهیم رئیسي او شهید حسین امیرعبداللهیان اصولي چلند او هلو ځلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د فلسطین د خلکو د دفاع لپاره خپل ټول توان او کوشش وکړي، ترڅو د فلسطین مظلوم ولس له لورې د صهیونیسټي نیواکګرو په وړاندې مشروع مقاومت بریالی او د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې د دغه رژیم جنایتونه بند شي.

د مقاومت د ډلو مشرانو دغه راز د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له عمومي قوماندان حسین سلامی او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال اسماعیل قاآنی سره په لیدنو کې د غزې د وروستیو سیاسی، ټولنیزو، پوځی حالاتو او د الاقصی طوفان د عملیاتو او د مقاومت د جبهې د رول په اړه معلومات شریک او د نظر تبادلې وکړې.

د ایران د محصلینو خبري اژانس (ISNA) د راپور له مخې: د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال محمد الهندي او د  فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسی جبهې د عمومی منشی مرستیال جمیل مظهر د ایران د شهید شوي ولسمشر ابراهیم رئیسی او د ایران د بهرنیو چارو شهید شوي وزیر حسین امیر عبداللهیان د شهادت په نړیوالو مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته راغلي وو.

 

ټیګونه