د انقلاب معظم رهبر: فلسطین د نړۍ لومړۍ مسئله ده
(last modified Mon, 03 Jun 2024 10:44:17 GMT )
Jun 03, 2024 15:14 Asia/Kabul
  • د انقلاب معظم رهبر: فلسطین د نړۍ لومړۍ مسئله ده

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود وایي چې د فلسطین مسئله د نړۍ لومړۍ مسله ګرځیدلې  او زیاتوي چې د غزې د تړانګې د خلکو د ایمان او د ستایلو وړ دریځ په رڼا کې، غاصب رژیم د نړۍ د سترګو په وړاندې ژاړي.

د ستر رهبر د مطبوعاتي فتر د معلوماتو له مخې؛ ایت الله خامنه ای د دوشنبې په سهار د حضرت امام خمیني ره د تلین د ۳۵مې کلیزې په مناسبت د خلکو په یوه ستره غونډه کې د وینا پر مهال د حضرت د امام خمینی (رح) په افکارو کې د فلسطین د مسئلې د اهمیت په بیانولو سره  امام د جوړجاړي مذاکراتو نه خوښوونکی، د عمل او عدالت په ډګر کې د فلسطين د ملت شتون او د ټولو ملتونو په تېره بيا د مسلمانو ملتونو ملاتړ د فلسطين د ملت د بري لپاره د امام خميني د افکارو د لنډيز په توګه یاد کړل.

هغه زیاته کړه: دا لوی پیښې همدا اوس د تحقق په حالات کې دي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر په، پاریس، لندن او امریکایي پوهنتونو کې د صهیونیسټ ضد لاریونونو ته په اشارې سره چې د فلسطین مسئله  د نړۍ په لومړۍ مسئله بدله شوې، وویل:  له کلونو راهیسې د امریکا صهیونیسټي تبلیغاتو او رسنیزو مرکزونو هڅه وکړه چې د فلسطین مسئله هېره کړي، خو د الاقصی طوفان او د غزې د خلکو د مقاومت له امله فلسطین اوس د نړۍ لومړۍ مسله ده او امریکا د نړۍ د هېوادونو د اجماع په وړاندې ناتوانه شوې او ژر یا وروسته به له صهیونیسټ رژیم څخه لاس په سر شی .

آیت الله العظمی خامنه ای د (۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷) د الاقصی طوفان د عملیاتو له امله د صهیونیسټ رژیم د چوک په کونج کې ګیر پاتې کیدو ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې امریکا او یوشمیر لویدیځ حکومتونه له دغه رژیم څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، خو هغوی هم پوهیږي چې دوی سره د نیواکګر رژیم لپاره د خلاصون لار نشته.

هغه دې ته په اشارې سره چې یو شمیر تحلیلګرانو په دې خبرې ټینګار سره چې نړۍ د صهیونیسټ رژیم څخه د ختمیدو په درشل کې ده وویل: د لویدیځ له تبلیغاتو سره سره صهیونیسټ رژیم د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې مات او ختمیږي او له ولس سربېره د نړۍ ډېر سیاستوال او حتی صهیونیسټان هم په دې حقیقت پوه شوي دي.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر همدارنګه  د شهید ولسمشر سید ابراهیم رئیسی ځانګړنې خدمتونه وستایل او د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې د ملت له معنوي او پراخ ګډون څخه یې په قدردانۍ سره وفرمایل: د ټاکنو ډیره مهمه حماسه په مخکې لرو، د ټاکنو حماسه بشپړیدل د شهیدانو حماسه بدرګه کول دي، په ټاکنیزو سیالیو کې باید اخلاق حاکم وي او  انشاالله د ایران ملت ته به یو وړ ولسمشر وټاکل شي.

ایت الله خامنه ای زیاته کړه: د ایران ملت د خپلو ګټو د ساتنې او په پیچلو نړیوالو معادلاتو کې د خپلې ستراتیژیکې ژورتیا د ټینګولو لپاره او د خپل طبیعی او انسانی توان او استعداد په ښودلو سره دغه هېواد ثمر ته رسولو، د اقتصادي او کلتوري تشو د ډکولو لپاره، یو فعال او کار پو ولسمشر ته اړتیا ده چې د انقلاب په اصولو باور ولري.

 

 

ټیګونه