د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو سره د پېژندګلوۍ او تبلیغاتو پیل
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ د څوارلسم پړاو د صلاحیت د تایید شویو کاندیدانو د نومونو له اعلان سره سم د کاندیدانو د کمپایین بهیر پیل شو. د نوماندانو تبلیغات به تر ټاکنو ۲۴ ساعته مخکې (د چنګاښ ۷مه یعنی د جون تر ۲۷ پورې ) دوام وکړي
د کورنیو چارو وزارت د اتبار په ماښام د ایران د اساسي قانون د ساتونکی شورا له خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشرۍ په وار مخکې انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د ۸۰ کاندیدانو د صلاحیت له جاجولو وروسته د مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف ، عليرضا ذاکاني، امیر حسین قاضي زاده هاشمي او مسعود پزشکیان نومونه په ټاکنو کې د ګډون لپاره اعلان کړل ، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره د شپږو نوماندانو نومونو ته کتنه ښيي، چې دغه کسان له بېلابېلو سیاسي خواوو او ډلو دي. د وروستيو کاندیدانو په معرفي کولو کې د ساتونکي شورا اقدام د ایران په ټاکنیز ه فضا کې د مختلفو بحثونو د متنوع سیاسي فضا ښودنه کوي. سربیره پردې، هر یو کاندید د هیواد په مهمو اجرایی څانګو کې کلونه کلونه تجربه لري.
۷۰ کلن مسعود پرشکیان د محمد خاتمي د دوهم حکومت د روغتیا وزیر و، چې په اسلامي شورا کې یې پرله پسې په ۸، ۹، ۱۰، ۱۱ او ۱۲ دورو کې د تبریز استازی و. ۶۵ کلن مصطفی پورمحمدي په نهم حکومت کې د کورنیو چارو وزیر و، له هغه وروسته د ۵ کلونو لپاره د هیواد عمومي تفتیش د ادارې مشر او ۴ کاله د عدلیې وزیر و. ۶۱ کلن سعید جلیلي تر دې مخکې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي او له لویدیځو هېوادونو سره د ایران د اټومي خبرو اترو د ډلې مشر و. ۶۱ کلن علیرضا زاکاني چې اوس د تهران ښاروال دی، په اووم، اتم او نهم پارلمانونو کې د تهران استازی و او په ۱۱ پړاو کې د قم د استازي په توګه پارلمان ته لاره ومونده . ۵۳ کلن سید امیرحسین قاضی زاده هاشمي چې څلور دوره یې په ولسي جرګه کې استازیتوب کړی، له ۱۴۰۰ کال راهیسې په دیارلسم حکومت کې د ولسمشر د مرستیال او د شهید او ایثار ګرانو فاونډیشن د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده. ۶۴ کلن محمد باقر قالیباف هم د سپاه پاسداران د ځمکنیو ځواکونو د قومندان، د پولیسو د قومندانۍ او د تهران د ښاروال په توګه سربیره په دولسم پارلمان کښې د تهران د خلکو د استازی په توګه وټاکل شواو د استازو په رایو د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو.
د ولسمشریزو ټاکنو د قانون له مخې، د نوماندانو کمپاین د نومونو د اعلان له نیټې پیل او د رای ورکونې له پیل ۲۴ ساعته مخکې د سهار په ۸ بجو پای ته رسیږي. په ایران کې د ولسمشرۍ لپاره د رای اچونې وخت ټاکل شوی، خو که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، دویم پړاو به د جمعې په ورځ د جولای په ۱۵مه ترسره شي، دا وار مخکې ټاکنې د شهید ولسمشر سید ابراهیم رییسي او ورسره ملګري پلاوي د هیلې کاپټر د غورځېدو پېښه کې د شهادت له امله یو کال مخکې ترسره کیږي .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای تیره اونۍ د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د ۳۵مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدو په اهمیت باندې تاکید وکړ او ویې فرمایل: د انتخاباتو حماسه د حکومت د ګرانو شهیدانود بدرګې د حماسې بشپړونکی ده .
دغه انتخابات په انتخاباتی بهیر کښې د مختلفو سیاسی خواوو د شتون سمبول دی چې بې له شکه د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته به د چنګاښ د اتمې نیټې د نهم ولسمشر د انتخاب لپاره د خلکو د پراخ ګډون زمینه برابرونکي وي .