د هیرمند د حقابه بشپړ اجرا د ایران  او افغانستان دمتقابلو ګټو تضمینونکې ده
(last modified Tue, 11 Jun 2024 07:44:09 GMT )
Jun 11, 2024 12:14 Asia/Kabul
  •  د هیرمند د حقابه بشپړ اجرا د ایران  او افغانستان دمتقابلو ګټو تضمینونکې ده

 د ایران د اسلامی شورا یوه استازي ددې خبرې په کولو سره چې  دهیرمند سین څخه د ایران د حقابه تعقیبول د دیارلسم حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ په لړ کې تعقیب شوي دي ،ووئيل، د هیرمند د حقابې بشپړ اجرا د ایران او افغانستان د متقابلو ګټو تضمینونکې ده .

د ایران په پارلیمان کې دتهران د خلکو استازي محمد اسماعیل کوثري نن ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې  د هیرمن  په حقابه کې د ترټولووروستیو تعقیبونوپه باب  ووئیل، د هیرمن د حقابې بح ث ددواړو لورو یو قانوني تړون دی ،نو ځکه د افغانستان  هیواد مسئولان دې  دغه تړون عملیاتي کړي، هماغه شان چې د ایران اسلامی جمهوریت دغه کار له عراق سره ترسره کوي.

کوثري  ددې خبرې په کولو سره چې  دهیرمند دحقابې بشپړ اجرا د ایران او افغانستان د  متقابلو ګټو تضمینونکې ده ، ووئیل؛یو بل شی چې ټاکل شوې وه ، د ایران په اختیار کې ورکړل  شي او  افغان مسئولان باید  د ددغې حقابې د باقي پاتې  کار په باب ښه نیّت وښئ ،ځکه دا  دایران دملت حق دی  او دوي غواړي ، له افغانانو سره  د ورورولۍ اړیکه وساتل شي او باید دا اموضوع  د لورو د بدبینۍ لامل نشي.

محمدکوثری دغه راز له دغې موضوع د ناوړې استفادې لپاره د پرَدیو رسندوئي شیطنت ته په اشارې سره  ووئیل؛لویدیځي رسندوئې داسې عمل کوي چې  ملتونه پخپلو کې سره لاس او ګریوان کړي، خو مونږ  په هوښیارۍ او پوهیدا سره دا  مسئله تعقیبوو او  د افغانستان  حکومتي  چارواکو څخه تمه لرو چې ددغه تړون مادو ته دې پابنده ووسي.

 

ټیګونه