د ایران په جنوب ختیځي پولو کې یو شمیر ترهه ګر هلاک شوي دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان د هیواد په جنوب ختیځ کې له ترهه ګرې ډلګۍ وګړو سره د پوله ساتونکو مامورانو په وسلوالې نښتې کې د یوشمیر ترهه ګرو د هلاکت او ټپي کیدا خبر ورکړی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان سردار تورن جنرال احمد علی ګودرزي پرون ناوخته ووئیل، د یوې ترهه ګرې ډلګئ اشرارو د ایران دجنوب ختیځي پولو له لارې هیواد ته د ورانکارو اقداماتو په مقصد سره د واریدیدا نیّت درلود، چې د پوله ساتونکو مامورانو په هوښیارئ او ځيرتیا سره خپلو سپیرو موخو ته په رسیدا کې ناکام شول.
هغه ددغې ترهه ګرې ډلګې د یوه ترهه ګر نیول کیدا ته په اشارې سره ووئیل، دغه کس چې یو بهرنی وګړی دی، په مجازی فضا کې ئې د داعش له یوه غړي سره په ارتباط ټينګولو سره نیّت درلود د ایران په مرکز کې په مذهبی دستورو کې ترهه ګر عملیات اجرا کړي چې د سرحدي ځواک په هوښیارتیا او ځيرتیا سره ونیول او ددغې ډلګۍ ټوله وسله هم کشف او ضبط شوه.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپولیسو د سرحدي ځواک قوماندان روښانه کړه ،له دغو ترهه ګرو څخه ترپام وړپورې چاودیدونکي توکي او ځينی نور مهماه هم کشف شوي دي.