د لوېدیځې اسیا د منډو په سیالیو کې د ایرانۍ مېرمنې ځلا، په لومړۍ ورځ ۳ د سرو زرو او ۲ د سپینو زرو مډالونه
پارس تودی- ایرانۍ مېرمنې د لوېدیځې اسیا د منډو د سیالیو په پایلوبه کې د درو سرو زرو او دوو سپینو زرو مډالونو په تر لاسه کولو کامیابې شوې.
د کاڼو په غورځولو سیالیو کې هم د ایران استازې الهام هاشمي د ۱۳ اعشاریه ۷۷ میټر په ریکارډ سره، د سرو زرو مډال تر لاسه کړه، همداشان زهرا امیدوار هم په دغه رشته کې ورپسې مقام په ګټلو سره د سپینو زرو مډال وګټه.
له ایران څخه له نیزې سره د ټوپ په سیالیو کې هم «مهسا میرزا طبیبی» او «سمیرا کردعلی» په ترتیب سره لومړی او دوهم مقام وګټله او د سرو زرو او سپینو زرو د مډالونو په تر لاسه کولو کې بریالي شولې
«سمیرا کردعلی» د لوېدیځې اسیا دوهم مقام
میرزا طبیبي هم د ۳ اعشاریه ۸۰ سانتي میټر ټوپ په وهلو او سمیرا کرد علی هم د ۳ اعشاریه ۴۰ سانټي میټر په ټوپ وهلو سره، لومړی او دوهم مقامونه تر لاسه کړل.
پریسا عرب د منډو اتله شوه، هغې په ۳۶ اعشاریه ۴۷ ثانیو کې ۱۰ میټره منډه وواهه او د لوېدیځې اسیا لومړی مقام خپل کړ.
پریسا عرب د ۱۰ زره میټرو د منډې رکاډ لرونکې او د لوېدیځې اسیا اتله
د لوېدیځې اسیا د منډو د اتلولی سیالی د چهار شنبې په ورځ د عراق په کوربه توب سره پیل شو. د ایران ټیم د ۴۰ ورزښکارانو په ملتیا سره، په سیالیو کې ونډه واخیسته.