ملت، منتخب ولسمشر او د ټاکنو د صحنې ټولو فعالینو ته مبارکي/ د انقلاب د رهبر د پیغام متن
(last modified Sun, 07 Jul 2024 07:20:58 GMT )
Jul 07, 2024 11:50 Asia/Kabul
  • ملت، منتخب ولسمشر او د ټاکنو د صحنې ټولو فعالینو ته مبارکي/ د انقلاب د رهبر د پیغام متن
    ملت، منتخب ولسمشر او د ټاکنو د صحنې ټولو فعالینو ته مبارکي/ د انقلاب د رهبر د پیغام متن

پارس ټوډې - حضرت امام خامنه يي په یوه پیغام کې، د ټاکنو په ډګر کې له ټولو نوماندانو او فعالانو څخه د مننې ترڅنګ، د ولس د هوساینې او د هېواد د پرمختګ لپاره د منتخب ولسمشر لخوا د هېواد له ډېرو ظرفیتونو څخه په استفادې سره، د شهید رئیسي د لارې پر دوام ټینګار وکړ.

د پارس ټوډې د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پیغام متن په لاندې ډول دی:

بسم الله الرّحمن الرّحیم

والحمد لله ربّ العالمین والصلاة والسلام علی سیدنا محمدٍ و آله الطاهرین

سیما بقیّة الله روحی فداه

د ګران او مهربان خدای شکر دی چې د هغه په ارادې او توفیق سره د ایران ستر ملت وتوانید چې د شهید ولسمشر د نشتون له مصیبت وروسته په یوه لنډه قانوني موده کې، د ولسمشرۍ ټاکنو صحنه تنظیم او د دوو پرلپسې جمعې په ورځ آزادې او رڼې ټاکنې تر سره کړي او له څو نوماندانو څخه د رایو په اکثریت سره د هېواد ولسمشر وټاکي.

د ټاکنو محترمو چارواکو، په پوره سرعت او پوره امانتدارۍ سره، خپلې دندې ترسره کړې او ګران ولسونه په پوره احساس سره ډګر ته راووتل او یوه توده او له جذبې ډکه صحنه یې جوړه کړه او په دوو پړاوونو کې یې د څه باندې ۵۵ میلیونه رایو په کارولو سره د ټاکنو صندوقونه ډک کړل.

د ټولټاکنو د بایکاټ کولو  په مقابل کې چې د ایران د ملت دښمنانو د نا هیلۍ او کړکېچ د رامنځته کولو لپاره په لاره اچولی وو، دا ستر اقدام یو ویاړلی او نه هیرېدونکی کار دی او ټول محترم نوماندان او ټول هغه کسان چې د دوی د هر یوه د بریا لپاره شپه او ورځ کار کړی دی، د دوی په ویاړ او ثواب کې شریک دي.

اوس د ایران ملت خپل ولسمشر ټاکلی دی. زه ملت او منتخب ولسمشر او د دې حساسې صحنې ټولو فعالانو په ځانګړې توګه د نوماندانو د ټاکنیز مرکز بااحساسه ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، ټولو ته سپارښتنه کوم، چې د هېواد د پرمختګ او وقار د زیاتوالي لپاره همکاري او فکر وکړي.

مناسبه ده، چې د ټاکنو پر مهال رقابتي چلندونه د دوستۍ په نورمونو بدل شي او هر څوک تر خپل وس او توان پورې د هېواد د مادي او معنوي سوکالۍ لپاره هڅه وکړي.

زه منتخب ولسمشر ښاغلي ډاکټر پزشکیان ته هم دا سپارښتنه کوم چې پر لوی خدای په توکل سره، سترو او روښانه افقونو ته وګوري او د شهید رئیسي د لارې په دوام کې، د هېواد له ډېرو ظرفیتونو په ځانګړې توګه له ځوان، انقلابي او مؤمنو بشري سرچینو څخه، د خلکو د هوساینې او د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلي.

یو ځل بیا د حضرت حق په دربار کې شکر ادا کوم او پر حضرت بقیة الله الاعظم روحي فداه باندې درود او سلام وایم او د ګرانو شهیدانو او د شهیدانو قدرمن امام او ټولو ته درناوی وړاندې کوم او د ټاکنو په ډګر کې له محترمو نوماندانو او فعالانو څخه چې په دې حساسه شېبه کې یې رول لوبولی او همدارنګه له ملي رسنۍ او د هېواد له امنیتي ساتونکو او د ټاکنو له څارنې او اجرائیوي بنسټونو څخه مننه کوم.

سید علي خامنه‌ يي

۱۴۰۳/۴/۱۶

کلیدي کلمې: امام خامنه يي، د ایران ولسمشریزې ټاکنې، مسعود پزشکیان څوک دی؟، سید ابراهیم رئیسي

ټیګونه