له ایران سره د هراړخیزو اړیکو ټینګښت ته د پاکستان هوډ
(last modified Wed, 10 Jul 2024 10:18:16 GMT )
Jul 10, 2024 14:48 Asia/Kabul
  • له ایران سره د هراړخیزو اړیکو ټینګښت ته د پاکستان هوډ

د پاکستان وزیراعظم «محمد شهباز شریف» د ایران د خلکو له منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کښې، له تهران سره د اړیکو پراختیا ته د اسلام آباد په چمتووالي باندې په ټینګار سره، پاکستان ته د ایران د ارواښاد ولسمشر د تیر اپریل په سفر کښې د دواړو هیوادونو شوې موافقې، په خپل مینځي اړیکو کښې د بدلانه یو پيچومی دی.

شهباز شریف د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کښې د بریا په وجه مسعود پزشکیان ته د مبارکۍ په ورکولو سره زیاته کړه: اسلام آباد د تجارت، انرجۍ او سیمه ایز امنیت په شمول په مختلفو برخو کښې د هراړخیزه ملګرتیاؤ د لوړتیا او د دواړو هیوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره د تهران له نوي حکومت سره نزدې ملګرتیا ته لیواله دی.

د ایران د خلکو منتخب ولسمشر «مسعود پزشکیان» هم په دغو خبرو کښې د پاکستان د وزیراعظم د مبارکۍ په مننې سره، د دواړو ورور ولسونو ترمینځ د لرغونو اړیکو لاژورولو ته خپله ګروهنه څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم پرون په ورته څرګندونو کښې، په تهران کښې د نوي حکومت له ټینګښت وروسته پاکستان ته د ارواښاد ولسمشر رئیسي په تیر سفر کښې د لاسلیک شویو موافقو تعقیبونه او اجرا، د تمې وړ ۱۰ میلیارډ ډالرو ته د دواړو هیوادونو د مبادلاتو د زیاتیدو لامل وبلله.

له ایران سره د اړیکو د ټینګولو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې له ګاونډیو او د سیمې له مسلمانو هېوادونو سره د ایران د صادقانه او صمیمانه همکارۍ نښه ده، چې لامل شوې د سیمې ډېر هېوادونه ایران په سیمه او نړۍ کښې خپل دوست او خیر غواړی هیواد وګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د تهران او اسلام اباد تر منځ د لوړو سیاسي اړیکو ترڅنګ، پاکستاني چارواکي د انرژۍ د برخې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ایران اقتصادي ظرفیتونه د اړیکو د ژورولو لپاره یو مناسب پلیټ فارم ګڼي چې د دغه هیواد اړتیاوې هم پوره کوي.

له بلې خوا ایران چې له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو هراړخیزه پراختیا یې د خپل بهرني سیاست په ځانګړي ډول د شهید رییسي په حکومت کې لومړیتوب ګرځولی وو، په وروستیو کلونو کې د سیمې له هېوادونو . په ځانګړې توګه پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

ایران د انرژۍ په برخه کې له اسلام آباد سره د ګازو د خرڅلاو لپاره د یوې موافقې په بڼه د دغه هیواد تر پولې پورې د پایپ لاین د برخې د بشپړولو په ګډون، پاکستان ته د ګازو د انتقال لپاره د اړینو زیربناوو په پلي کولو سره، خپل مکلفیتونه او ژمنې پوره کړي دي. د باکیفیته توکو د تولید په برخه کې د ایران بېلابېل ظرفیتونه له پاکستان سره د اوږدې ګډې پولې له امله د سرحدي بازارونو د پراختیا لامل شوي دي.

بې له شکه چې ایران او پاکستان د مذهبي، ژبني او کلتوري مشترکاتو له امله ژورې دوه اړخیزې اړیکې لري او په بل عبارت ویلی شو چې ایران د پاکستان ستراتیژیک تل ګڼل کیږي. په هم دې وجه اسلام آباد هیڅکله د ایران له اسلامي جمهوریت سره شخړه نه غواړي او اټکل کیږي چې دواړه هیوادونه په راتلونکي کښې هم د اړیکو په تیره بیا په امنیتي برخه کښې د تعلقاتو د ژورتیا لباره لاجدي ګامونه پورته کړي او پرې نږدي چې ترهګرې ډلګۍ او اشرار، د سیمې امنیت او د تهران او اسلام آباد په اړیکو کښې موجود ارامښت، ګډوډ کړي.

د دوستانه اړیکو په پياوړتیا باندې د پاکستاني چارواکو ټینګار ته په پام سره باید پام وشي چې د ایران او پاکستان ترمینځ په ۹۰۰ کیلومیټره اوږدې پولې کښې د اقتصادي او سوداګري فعالیتونو او راکړو ورکړو د رونق ترټولو مهم شرط د امنیت او ثبات ټینګښت دی. خو سرحدونو ته نزدې د جیش العدل په نامه ډلګۍ په شان د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت د دغه هدف د پوره کیدو مخه نیسي چې تمه ده د دواړو لورو د اطلاعاتي او امنیتي ملګرتیاؤ په زیاتیدو سره دغه ګواښ ختم شي. پر دې سربیره، د ایران اسلامي جمهوریت باوري دي چې د پاکستان په شمول د ګاونډي هیوادونو په ملګرتیا سره، سیمه له محرومیتونو لرې کولې او د پردیو له شتون پرته د امنیت په تامینولو سره، د سوداګري او اقتصادي ملګرتیاؤ د زیاتولو زمینه برابریدی شي.

  •    

 

ټیګونه