د نړۍ د آزادو خلکو بیرغ نن زموږ پر اوږو دی / د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو له قوماندانانو سره د منتخب ولسمشر لیدنه
پارس ټوډې- د ایران منتخب ولسمشر د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو له قوماندانانو سره له کتنې وروسته په ټویټ کې وویل: د نړۍ د آزادو خلکو بیرغ نن زمونږ پر اوږو دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي او په سپاه پاسدارانو ځواک کې د معظم رهبر استازي حجت الاسلام عبدالله حاجي صادقي، د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک له قوماندان جنرال محمد پاکپور، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان اسماعیل قاآني، د هوا فضا ځواک قوماندان سردار امیرعلي حاجي زاده، د سپاه د سمندري ځواک قوماندان سردار علي رضا تنګسیري، د بسیج مستضعفین سازمان مشر سردار غلام رضا سلیماني او د سپاه پاسدارانو د استخباراتو او د سپاه پاسدارانو د اطلاعاتو د ساتنې رئیسانو د ایران له منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د پارس ټوډې د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د نړۍ د اهل تشیع د درېیم امام حضرت امام حسین علیه السلام د سپېڅلي حرم بیرغ د ایران د سپاه پاسدارانو د عمومي قوماندان له خوا د ایران منتخب ولسمشر ته ډالۍ شو.
له دې لیدنې وروسته پزشکیان په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: په سپاه پاسدارانو کې زما د ګرانو وروڼو په نننۍ لیدنه کې، ما د دوی لخوا د حضرت سید الشهداء د سپېڅلي حرم بیرغ د ډالۍ په توګه ترلاسه کړ. د نړۍ د آزادو خلکو بیرغ نن زموږ پر اوږو دی. د دې بيرغ علمدار پاتې کېدل، د عباس (ع) په شان انصاف، وفاداري، قرباني او شرافت غواړي.
د اسلامي انقلابي د سپاه پاسدارانو ځواک، یو پوځي بنسټ دی چې د امام خمیني په رسمي حکم د ۱۳۵۸ کال د غويي میاشتې په دویمه نېټه، د ایران د اسلامي انقلاب او د هغه د لاسته راوړنو د ساتنې په موخه تاسیس شو.
سپاه پاسدارانو ځواک د ۱۳۶۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۶ مه په درېیو قواوو، ځمکنۍ، هوا او سمندري پرخو کې پراخ شو او بیا په ۱۳۶۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر لارښود حضرت امام سید علي خامنه يي په حکم، دوه نور ځواکونه: د قدس ځواک او د بسیج مقاومت سازمان په نومونو سره دوه نور ځواکونه ور زیات کړل شول، چې دا ځواک په مجموع کې پنځه ځواکونه لري. سپاه پاسدارانو ځواک له پوځي فعالیتونو سربېره، د معلوماتو، ساختماني او ملکي انجینرۍ او کلتوري برخو کې هم فعالیت لري.
له داعش سره مبارزه او د هغه د دولت نسکورول، د دغه بنسټ د قدس ځواک یو له مهمو بریالیتوبونو څخه دی. د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹مه د امریکا حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په رسمي ډول، د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ځواک په ځانګړې توګه د قدس ځواک د بهرنیو ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړ. د ایران د ملي امنیت عالي شورا هم په یوه متقابل کې اقدام کې، د امریکا متحده ایالات د «ترهګرۍ ملاتړي دولت» او د امریکا مرکزي قومانداني چې په لوېدیځه آسیا کې د سنټکام (CENTCOM) یا امریکایي ځواکونو په نوم پېژندل کېږي، د یوې «ترهګرې ډلې» په توګه اعلان کړه.
په 1398 کال کې د عین الاسد پر امریکايي اډې باندې د توغندیو پراخ برید او په ۱۴۰۳ کال کې د صهیونیسټي رژیم د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو ګډ برید د دغه بنسټ له مشهورو عملیاتو څخه دي.
سپاه پاسدارانو د خپل استعماري ضد لیدلوري او له لوېدیځ سره د تړلو ترهګرو ډلو له شتون څخه د لوېدیځې آسیا د سیمې د پاکولو لپاره د هڅو له امله، سپاه پاسدارانو ځواک په نړیوال ډګر کې ډېر محبوبیت ترلاسه کړی دی.
کلیدي جملې: مسعود پزشکیان څوک دی، د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو ځواک، امام حسین علیه السلام، د ایران ځواک