ایران په بهرنی سیاست کې د څو اړخیز پالنې پياوړتیا ته دوام ورکوي
د ایران د خارجه وزارت سرپرست ووئيل، د ایران نوی منتخب ولسمشر د حکومت بهرنی سیاست له نورو هیوادونو سره ددوستانه هراړخیزو اړیکو پراختیا او د نوي افقونو پراختیا ده.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی باقری کني د لا تل پاتې،لا ډيموکراټیکې او لا عادلانه نړیوال نظم په لړ کې د څواړخیزې ملګرتیا؛ په باب د ملګروملتو د امنیت شورا په یوې مهمې ناستې کې پخپلې وینا کې د نړیوالې سولې او امنیت د تضمین لپاره په څواړخیز پالنې باندې په ټينګار سره روښانه کړه، ایران د څواړخیز پالنې پر اهمیّت او د ځان منامه یو اړخیز پالنې پر تاواني پایلو باندې ټينګار وکړ.باقری کني زیاته کړې ده ،ملګري ملتونه یوازې د جنګ له بلا د راتلونکو نسلونو د ژغورنې لپاره نه ده تاسیس شوې ، بلکې د برابرو حقوقو اصل ته د احترام او د خلکو د برخلیک د ټاکنې د حق د احترام په اساس د ملتونو ترمینځ د دوستانه اړیکو پراختیا هم ددغې موسیسې د تاسیس لومړني اصول وواو د ملګروملتو په منشور کې درج لوړې موخې یوازې دڅو اړخیز و ملګرتیاؤ له لارې د ترلاسه کیدو وړ دي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست د هغوحکومتونو د حاکمیّت برابرۍ ته په اشارې سره چې د ملګرو مکلتو د نظام د بنیادونو په اساس دي، ووئیل؛ د ګواښ او یا زور ته دمخه کولو ممنوعیّت،د اختلافاتو سوله ایز حل ، دنور هیوادونو په داخلی چارو کې نه لاسوهنې،ټوله د بهرنیو تیریو په وړاندې د ملتونو د حاکمیّت له حقه د ساتنې او د دوي ترمینځ ددوستانو اړیکو د تامینیدا په موخې سره د دوي ترمینځ ټينګیږي او داپه داسې حال کې دي چې ملګري ملتونه د څواړخیز پالنې دترټولو لوي سمبول په توګه ، د یواړخیز پالنې د مصیبت له خطرې سره مخامخ دي.
باقري کني د فلسطینیانو په ضد دد اسرائيلي رژيم د دوامدارې نسل وژنې او د سیمې د ملتونو په ضد د بیابیا تیریو ددوام په باب د امریکا په وسیله د هرډول معنادارې فیصلې ویټو کولو ته اشاره وکړه او وې وئيل،دنړیوالو حقوقو په چوکاټ کې د مقاومت له ډلو ټپلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت ملاتړ او پیوستوون،په سیمې کې د تیریو او نیواکګرئ د ختمیدا په موخې سره او یو روا اقدام دی،ځکه مقاومت د اسرائيلو له هغه جنایتکار رژیم څخه تعصبي ملاتړ او یو اړخیز پالنې ته یو ځواب دی چې د فلسطین په ټاټوبي او غزې کې ئې دنسل وژنې اقدامات او جنایتونه کړي دي.
د ایران د خارجه وزارت سرپرست د ایران د اسلامی جمهوریت د ګاونډیتوب سیاست د ګډو اندیښنو او موضوعګانو د حل لپاره څواړخیز پالنې ته د توجه نیجې وبللې او وې وئيل، ایران سیمه ایزې خبرې اترې او ملګرتیا تعقیبوي او په حقیقت کې،سیمه ایزه تل پاتې پراختیا او ډله ایز امنیت لپاره د ملګرتیا او مشارکت پیاوړتیا،د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرني سیاست لارښونکی اصل دی.