په ایران کې د یوه کارنده، دینداره او انقلابي حکومت پر جوړېدو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار
(last modified Sun, 21 Jul 2024 11:53:08 GMT )
Jul 21, 2024 16:23 Asia/Kabul
  • په ایران کې د یوه کارنده، دینداره او انقلابي حکومت پر جوړېدو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار

پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي شورا له مشر او استازو سره په کتنه کې، د یوه موثر، پرهیزګاره او انقلابي حکومت جوړول، د منتخب ولسمشر او پارلمان ګډ مسئولیت وباله.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې: حضرت آیت الله خامنه يي نن د یکشنبې په سهار د ولسي جرګې د مشر او استازو سره په لیدنه کې، د ۸ مهمو ټکو، «د پارلمان د حساب ورکولو اړتیا»، «د پارلمان او نوي حکومت ترمنځ رغنده تعامل»، «په مهمو مسائلو کې د هېواد له بنسټونو څخه د واحد غږ اورېدل کېدل، "د پارلمان په بحثونو او د استازو په نورو فعالیتونو کې اخلاقي حاکمیت، "د مقننه قوې  کوونکي او نه کوونکي حکمونه"، " له افراط او تفریط پرته څارنه"، "د کمېټې اغېزمن فعالیت" د استازو پر کړنو د څارنې پلاوي ګټور فعالیت او "په نړیوالو مسلو او بهرنۍ پالیسۍ کې د پارلمان جدي حضور"، په بیانولو سره هیله څرګنده کړه، چې  د منتخب ولسمشر او د پارلمان د ګډ مسؤلیت په احساس سره، یوه کابینه چې مؤمن، کارنده، انقلابي، راتلونکي ته هیله من کسان ولري او په پاکۍ او صداقت مشهور وي، ملي روحیه او په اسلامي جمهوریت ژور باور ولري، رامنځته شي او د هېواد او د خلکو چارې پر غاړه واخلي.

په دغه کتنه کې حضرت آیت الله خامنه يي، د مجلس ځای ډېر مهم او حساس وباله او زیاته یې کړه: مجلس د عامو خلکو د تصور په خلاف، یوازې سوال کوونکی نه دی، بلکې د هر تصمیم نیوونکي او اقدام کوونکي ارګان په څېر باید، د خدای په دربار او د خلکو پر وړاندې د خپلو دندو او کړنو ځواب ویونکی وي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نظام د بنسټونو یو ځای کېدل د هېواد، نظام او خلکو ضرورت وباله او په دغه کتنه کې یې د دولسم پارلمان د استازي په توګه، د منتخب ولسمشر شتون ته په اشارې سره وویل: لکه څنګه چې ما تل پارلمان ته له حکومتونو سره د رغنده تعامل غږ کړی، حکومتونو ته مې هم له پارلمان سره د همکارۍ سپارښتنه او ټینګار کړی دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي په اقتصادي، کلتوري، نړیوالو او نورو ډګرونو کې د منتخب ولسمشر مسعود پزشکیان بریالیتوب، د ټولو بریالیتوب وباله او ویې ویل: موږ ټول باید له منتخب ولسمشر سره د هغه د دندو په ترسره کولو کې مرسته وکړو او په پوره ایماندارۍ سره په دې باور ولرو چې د هغوی بریالیتوب، زموږ د ټولو بریا ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په یو بل وړاندیز کې د نړیوالو مسائلو او د بهرني سیاست په ډګر کې د مجلس مهم ظرفیت ته په اشارې سره وویل: مجلس یو دروند وزن دی، چې د نړۍ حکومتونه په خپلو تعاملاتو کې ترې کار اخلي.

هغوی په ​​نړیوالو بدلونونو او ډیپلوماسۍ کې د استازو د رول لوبولو ډول ډول ډولونه، لکه د پارلمان د مشر او غړو سفرونه او ناستې، د بریکس په وروستۍ سرمشریزه کې ګټور وباله او ویې ویل: کله ناکله حتی د بهرني سیاست په مسلو کې، د استازو یوه خبره یا وینا مهمه او اغېزمنه ده.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي په نړۍ کې د حکومتونو له خوا له مجلس څخه د ملاتړ اخیستل یوه عامه خبره وبلله او په ټاکنو کې د ایران په خلاف د بندیزونو د مسلې تکرار ته په اشارې سره، په دې برخه کې مجلس، د عمل او رول لوبولو وړ وباله او ویې ویل:  موږ کولای شو بندیزونه په باعزته وسیلو لیرې او حتی له دې څخه پورته، هغه شنډ کړو، لکه څنګه چې موږ تل ویلي، د بندیزونو لرې کول زموږ په لاس کې نه دي، باید د هغه د لیري کولو لپاره فکر وکړو، مګر د بندیزونو بې اغېزې کول او شنډول زموږ په لاس کې دي او د دې لپاره ښې لارې هم شته چې حکومتي چارواکو پر ځینو هغو لارو ولاړل او ښې اغېزې هم درلودې، چې پارلمان هم په دې برخه کې رول لوبولی شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر، د پزشکیان د کابينې ژر تر ژره ټاکل ګټور او ضروري وبلل او ويې ويل: په دې برخه کې هم د پارلمان غړي او هم منتخب ولسمشر درانه مسئوليتونه لري.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي د اقتصاد، کلتور، بیارغولو او تولید د وزیر په توګه د هغه کسانو لپاره د اړینو ځانګړنو او معیارونو په اړه وویل: باید داسې څوک وټاکل شي چې په اسلامي جمهوریت کې د اعتماد وړ، صادق، دیندار او د باور خاوند وی.

هغوی د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې د غزې مسئله د اسلامي نړۍ لومړۍ مسله وبلله او زیاته یې کړه: د ظالم غاصب رژیم د جنایتونو له پیله د څو میاشتو په تېرېدو سره، د دغو جنایتونو د غندلو او مقابلې لپاره ابتدايي لیوالتیا په ځینو خلکو کې کمه شوې ده، خو د غزې د مسئلې اهمیت د پخوا په پرتله لا زیات دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مقاومت زیاتیدونکي ځواک ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې په نامه یوه ستره سیاسي، اقتصادي او پوځي دستګاه له صهیونیسټي رژیم سره په ګډه، د مقاومت په نوم له یوې وړې ډلې سره جنګېږي او له هغه ځایه چې دا دوه خبیثان نه دي بریالي شوي، حماس او مقاومت له منځه یوسي، دوی خپل بمونه په روغتونونو، ښوونځیو او د ماشومانو، ښځو او مظلومو خلکو پر سرونو غورځوي.

هغوی دې ته په اشارې سره چې نن سبا د نړۍ خلک د غاصب رژیم د نهایي جنایت او وحشت شاهدان دي او په اړه یې قضاوت کوي، د پارلمان غړو ته په اشارې سره زیاته کړه: د غزې په اړه مه خاموشه کېږئ او چوپتیا مه غوره کوئ، نن ورځ په بهرنیو چارو او ډیپلوماسۍ کې د پارلمان د فعالیت مهم مثال، د غزې مسله ده.

ټیګونه