د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قدرت آسانه انتقال؛ بهیر څنګه دی؟
(last modified Tue, 23 Jul 2024 11:32:06 GMT )
Jul 23, 2024 16:02 Asia/Kabul
  • د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قدرت آسانه انتقال؛ بهیر څنګه دی؟
    د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قدرت آسانه انتقال؛ بهیر څنګه دی؟

پارس ټوډې - په ایران کې نوي ولسمشر ته د مجریه قوې د مشرۍ سپارل، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د قدرت د آسانه انتقال یوه روښانه نښه ده.

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د نتیجې له اعلانېدو له لومړۍ ورځې څخه، دولت مکلف دی چې د قدرت د انتقال د بهیر د بشپړولو لپاره د چمتووالي په موخه، له منتخب ولسمشر سره همکاري وکړي.

د پارس ټوډې د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د څوارلسم حکومت د مشر«مسعود پزشکیان» د حکم د اجرا کولو مراسم به د یکشنبې په ورځ د زمري په اوومه نېټه د اسلامي انقلاب د رهبر امام خامنه يي په حضور کې ترسره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې، نوي حکومت ته د واک د سپارلو د بهیر په اړه، وروسته له دې چې د نګهبان شورا له خوا د ټاکنو اعتبار تائید شو، د نګهبان شورا د غړو له خوا د ولسمشر باورلیک صادرېږي، بیا د نګهبان شورا غړي د ولسمشر باور لیک لاسلیکوي او د اسلامي انقلاب معظم رهبر دفتر ته یې استوي.

د ایران د اساسي قانون د ١١٠مې مادې د نهمې فقرې له مخې، د لوړې له مراسمو مخکې او د خلکو په رايو د ولسمشر له ټاکل کېدو وروسته، د ولسمشر د فرمان تنفیذ، د اسلامي جمهوريت د رهبر له دندو او واکونو څخه دی.

د ولسمشر د فرمان تنفیذ همدارنګه، د ولسمشرۍ په موده کې د څارنې رول لري او له ټاکل شویو اصولو څخه د ولسمشر د انحراف په صورت کې، له هغه څخه اعتبار او مشروعیت اخیستل کېږي او بې اعتباره کېږي.

له تنفیذ وروسته بل ګام د لوړې مراسم دي، چې ولسمشر بايد په اسلامي شورا کې حاضر شي او د اساسي قانون ۱۲۱ مادې له مخې، د نګهبان شورا د غړو، د قضائیه قوې د مشر او نورو پوځي او ملي چارواکو په حضور کې لوړه وکړي.

د اساسي قانون د ١٢١مې مادې له مخې، منتخب ولسمشر قسم کوي چې خپل ټول صلاحيتونه او استعدادونه، د هغو مسئوليتونو په سرته رسولو کې چې پر غاړه یې لري، وکاروي او په پاى کې  قسم لیک یا سوګند نامه امضا کوي.

د منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کې به د اسلامي شورا پر مشر او استازو سربېره، له دننه او بهر څخه یو شمېر چارواکي او شخصیتونه هم رابلل کېږي.

د لوړې له مراسمو وروسته، د ولسي جرګې د داخلي مقرراتو له مخې، ولسمشر دوې اوونۍ وخت لري چې پارلمان ته خپله کابینه معرفي کړي، چې پارلمان ته له اعلان وروسته، د یوې اونۍ په موده کې د دوی په حضور سره د وزیرانو پلان، په تخصصي کمیسیونونو کې ارزول کېږي او د غونډې په پای کې کابینې ته د باور رایې ورکولو بهیر پیلېږي.

کلیدي جملې: مسعود پزشکیان څوک دی؟ په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې، په ایران کې ډیموکراسي، د ایران حکومت، د ایران اسلامي شورا

ټیګونه