په تیروڅلورو میاشتوکې له ایرانه د7.6میلیون ټنه شیان ټرانزیټ شوي
(last modified Wed, 24 Jul 2024 00:38:40 GMT )
Jul 24, 2024 05:08 Asia/Kabul
  • په تیروڅلورو میاشتوکې له ایرانه د7.6میلیون ټنه شیان ټرانزیټ شوي

پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت دګمرک عمومی مشر ووئيل؛په تیرو څلورو میاشتو کې د ایران له لارې بهرنی ټرانزیټ  په 58.5 فیصدي زیاتیدا سره  اوه میلیون  شپږلکه دوویشت زره ټنو ته رسیدلی دی.

ایران په نړیوال ټرانزیټ او ټرانسپورټي  چارو کې  له غوره جیوپولیټيک اوسټراټژيک موقعيّت څخه برخمن دی ، داسې چې په ځینو رسندویو کې  ورڅخه د نړیوال ټرانزیټ د څلور لاري تعبیر  په توګه استفاده کیږی. امنیت ، لنډه  او کم لګښتي لار، په ټرانزیټ کې د ایران  ځانګړنې دي .

پارس ټوډې  راپور ور کړی، د ایران داسلامی جمهوریت د ګمرکاتو عمومی مشر محمد رضواني  ددې خبرې په کولو سره چې په تیرو څلورو میاشتو کې د  ایران  له لارې بهرنی ټرانزیټ ، په 58.5فیصدي زیاتیدا سره  اوه میلیون  شپږلکه  او دوویشت زره  ټنو ته رسیدلی دی، ووئیل؛ په اذربایجان غربی  ولایت کې  دپرانشهر ګمرک  په 66.1 فیصدي زیاتیدا سره ،اوه میلیون  شپږ لکه دوویشت زره ټنو ته رسیدلی دی په تیر کال کې په ورته مودې کې  اوڅاره زیاتوالی ښئ او دغه بهیر هماغه راز په زیاتیدا دی.

په همدې زمینې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ریلي پټلۍ دچارو د ادارې عمومی مدیر سید میعاد صالحي  هم د ایران –چین دکنټینري بار وړونکي ریل ګاډي په پرانیستونکو دستورو کې  ووئیل،ایران اروپائي اتحادئې ته د چین د محصولاتو د  ټرانزیټ لپاره  د امن اونزدې  دروازې په توګه  عمل کوي.

د وئيلو ده  چې دتیرې یکشنبې په ورځې د چین-ایران کنټینري بار وړونکی ریل ګاډی افتتاح شو . دغه دستورې د تهران د اپرین لاسجټیک مرکز  کې د ریلی چارو د وچې په بندر کې ترسره شوې او د چین- ایران – اروپا د ریلي کریډور لومړنی فیز افتتاح شو  

 

ټیګونه