ایران د تیریګرو په وړاندې د ملی امنتی  دفاع ته کلک هوډ لري
(last modified Fri, 02 Aug 2024 00:26:11 GMT )
Aug 02, 2024 04:56 Asia/Kabul
  • ایران د تیریګرو په وړاندې د ملی امنتی  دفاع ته کلک هوډ لري

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست  پرون ناوخته د عمان له خارجه و زیر سره په ټيلیفوني تماس کې  ووئیل، د ایران  اسلامی جمهوریت به د صهیونیسټي رژيم  د چورلټ سزا کولو او د متقابل اقدام لپاره  له خپل روا او شخصي حقه استفاده وکړي.

ایرنا خبری آژانس راپور راکړ،  دایران د خارجه وزارت سرپرست  علی باقري کني ،پرون  ناوخته  د عمان له خارجه وزیر سید بدرالدین حمد البوسعیي  سره په خبرو کې د ایران د نوي ولسمشر  د لوړې په دستورو کې د دغه هیواد د سلطنت د پلاوي د شتون په قدرونې سره ووئيل،صهیونیسټي تیریګر رژيم  له ټولو سرو کرښو څخه په تیریدا او په ښکاره ترهه ګر تیري سره  د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس  د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه په شهیدولو  او د ایران د اسلامی  جمهوریت د ملی امنیت  او د مځکنۍ بشپړتیا په خلاف ورزۍ کولو سره ، سیمه ایز امنیت او ثبات له جدي خطرې سره مخامخ کړی دی.

باقري کني د ایران د اسلامی جمهوریت دملی امنیت او مځکنۍ بشپړتیا د ښکاره خلاف ورزۍ  او د ښکاره ترهه ګرجنایت باندې د غور لپاره د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا غوښته وکړه.

د عمان خارجه وزیر سید بدرالدینبن حمد البوسعیدي  هم د اسماعیل هنیّه  په ترور کې د صهیونیسټي رژيم د ترهه ګر اقدام او د ایران د اسلامی جمهوریت د مځکنۍ بشبړتیا په ضد د اقدام  په محکومولو سره ووئيل، اسماعیل هنیه په سیمې کې د تیواکګرۍ او تیریو په مقابل کې د مقاومتي  چورلیز په سر کې کلک دریدلی  او په غزې تړانګې کې  ئې  دصهیونیسټانو د نسل وژنې  ددریدا  دتحقق لپاره ډیرې هڅې وکړې. هغه په دې په ټينګار سره چې  صهونیسټ رژیم باید په فلسطین کې خپلې نیواکګرۍ او په غزې تړانګې کې  وژلې  پاي ته ورسوي ،روښانه کړه ،عمان د اسلامی ملګرتیاموسیسې د خارجه وزیرانو د غونډې دترسره کیدا په باب د اسلامی ایران د خارجه وزیر د وړاندیز ملاتړ  او هرکلی کوي.

همداراز د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت سرپرست د ملګروملتو سرمنشي ،  امنیت شورا پړاویز مشر  او همداراز د اسلامی ملګرتیا موسیسې  عمومي منشي ته په جلاجلا لیکونو لیږدولو سره په وروستیو  په یادولو سره ټينګار وکړ، د صهیونیسټي رژیم  ترهه ګر او تیریګر اقدام  چې په ترټولو سخته محکوم شوی سپیر اقدام  دی او دملګروملتو دمنشور ،نړیوالو حقوقو او همداراز د ایران دملی امنیت او حاکمیّت ښکاره خلاف ورزي او  هم دسیمه ایز او نړیوال امنیت او صولې په ضد جدي ګواښ  هم بلل شوی دی.

 

 

ټیګونه