د امریکااو جنوبی کوریا د اختراعاتو جشنوارې،د ایرانیوځوانانو ۹رنګین میډالونه
پارس ټوډې – ایراني ایجادونکو په امریکا او جنوبی کوریا کې د اختراعاتو په دوو جشنوارو کې رنګ په رنګ نهه میډالونه وګټل.
د امریکا د اختراعاتو سیلیکون ویلي داختراعاتو جشنواره؛ (Silicon Valley International Invention Festival(SVIF)) د جولائي له ۲۶ نیټې څخه د جولائي تر ۲۸نیټې پورې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د څه دپاسه دیرشو هیوادونو د څيړونکو او علمی موسیسو او معتبرو پوهنتونونو محصیلینو او مخترعانو یا ایجادونکو په شون سره ترسره شوه.
پارس ټوډې راپور ورکړی،په دغې جشنوارې کې د ایرانیو ایجادونکو ټیم پکې د زیّړو میډال وګاټۀ.
د ایرانیو مخترعانو یا ایجادونکو یوې بلې ډلې هم د جنوبی کوریا د نوښتونو په نړیوال نندارتون کېKorea International Women's Invention Exposition(KIWIE) ) ګډون وکړ په دغې جشنوارې کې د ایران پشمول له نورو اتلسو هیوادونو څخه202 آئيډیا وړاندې کونکو او اختراع کونکو او دجنوبی کوریا 150 ا یجادونکو په دغې جشنوارې کې ګډون وکړ.
د ایران ټیم د جنوبی کوریا د مخترعانو او کار رامینځةکونکو ټیکداراو په نړیوال نندارتون دسرو زرو درې میډالونه، د سپینو زرو دوه او د زیّړو هم دوه میډالونه وګټل
په دغه نندارتون کې د ایرانیو مخترعانو یا ایجادونکو ټيم همداراز د تایلینډ د نوښتونو او څيړنو له مرکزه څلور ځانګړي جایزې، د فکری مالکیّت نړیوالې ادارې د څانګړي جایزې او دغه راز د پولینډ د مخترعانو د ټولنې یوه ځانګړي جایزه هم ګټلې ده.